Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اتونبایوا امنیت شورا ته: د ا.ا له لوري پر ښځو د  بندیزونو پر وړاندې سره یو شئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/14

شااوخوا ۱۶ میاشتې کیږي،چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت او نړیوالو ترمنځه ناندرۍ دوام لري او ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دي.

که څه هم د اسلامي امارت له واک ته رسیدو راوروسته نړیوال د هغوی پر حکومتولۍ نیوکه لري،خو له هغه ته یې چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او ښځې یې له کار کولو منعه کړې نیوکې او غبرګونونه یې لا زیات شوي دي.

په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو کار بندیز په غبرګون کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کړې. 

دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي،اسلامي امارت په وروستیو پریکړو د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او له امنیت شورا یې غوښتي،ترڅو د اسلامي امارت پر وړاندې سره یو موټی شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفین دوجاریک ویلي:« د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا یوه ځانګړې ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، چې پر لوړو زده کړو او بشرې مرستو کې د ښځو په برخه اخېستو کې د اوسنيو بندیزونو په ګډون د طالبانو وروستۍ پریکړې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي او دا د دوی اساسي حقونو تر پښو لاندې کول دي. هغوی همداراز وویل،چې طالبانو د افغانستان نیولو وروسته، په خپل هېواد کې د ښځو د رول په اړه مخالف لوری غوره کړی دی. ځانګړې استازې همدا ډول د داسې  پریکړو منفي اغیزو ته اشاره وکړه،په ځانګړې ډول د بشري مرستو په برخه کې،چې ډېری افغانان ورته اړتیا لري. هغې د طالبانو د پریکړو پر وړاندې د امنیت شورا پر یووالي ټنګار وکړ.» 

د امنیت شورا دغه ناسته چې د جاپان او متحده عرب اماراتو په بلنه جوړه شوې وه، د دغو هېوادونو په ګډون ۱۱ هېوادونو یوه ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړې.

یاده اعلامیه،چې ملګرو ملتونو کې د جاپان د دایمي استازي له خوا رسنیو ته وړاندې شوې، له اسلامي امارت په کې د خپلو پریکړو د بېرته اخېستلو  او ټولنه کې ښځو ته د هر اړخیزه ګډون غوښتنه شوې.

ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی ایشیکان کیميهیرو وايي:« موږ د ښځو، سولې او امنیت د اصولو په تړاو د امنیت شورا د ګډو ژمنو لاسلیک کوونکي یو. البانیا، برازیل، ایکواډور، فرانسه، ګابون، جاپان، مالتا، سویس، متحده عرب امارات، بریتانیا او متحده ایالات په افغانستان کې د ښځو او نجونو د نازک وضعیت په اړه د ژورې اندیښنې څرګندولو لپاره سره راټول شوي دي. موږ له طالبانو غواړو،چې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول ظالمانه اقدامات او پریکړې په سمدستي توګه بېرته واخلي. د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د ښځو او نجونو حقونو ته او په افغانستان کې له سیاسيت او اقتصاد څخه نیولې تر زده کړو او عامه ژوند پورې د ټولنې په ټولو اړخونو کې د هغوی بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ګډون ته درناوی وکړي.» 

په ورته وخت کې دغو هېوادونو د نړیوالو بشري مرسته کوونکو ادارو فعالیت د ښځینه کارمندانو له کار پرته ناممکن بللی دی.

هغوی ویلي،افغانستان هغه وخت باثباته، اقتصادي او امن کیدای شي،چې د ښځو او نجونو په ګډون په کې ټول زده کړو ته لاس رسی او برابر حقونه ولري.

ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی ایشیکان کیميهیرو وايي:« ښځې د ناوړه بشري وضعیت د مخنیوي د فعالیت لپاره اړینې او مهمې دي. دوی اړیکو کې ځانګړی مهارت لري او خلکو ته لاسرسی لري،چې د دوی نارینه همکاران په هغه ډول کار نه شي کولی، د ښځو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې اړین ملاتړ برابروي. افغانستان کې به نړیوالې موسسې د مرستو په رسولو کې د دوی له ګډون او د دوی د اړینو مهارتونو پرته ونه شي کولی هغو اړمنو کسانو ته او  په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته اړین توکي او خدمتونه وړاندې کړي. 

موږ له ټولو خواوو د شورا غوښتنه بیا تکرار وو،چې بشردوستانه فعالینو ته د جنسیت په پام کې نیولو پرته د بشپړ، خوندي او بې خنډه لاسرسي اجازه ورکړي. له دې سربېره افغانستان یو باثباته، اقتصادي، او سوله ییز هېواد هغه وخت کیدای شي،چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول افغانان زده کړو ته لاسرسی ولري او ترلاسه یې کړي او په بشپړه، مساوي او معنی لرونکې توګه د هېواد په راتلونکې او پرمختګ کې برخه واخلي.» 

اسلامي امارت د تیر په څیر بیا هم دې ناستې ته غبرګون ښودلی او ویلي دي،چې هر څه به د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې تنظیم شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې ویلي،هېواد کې د شریعت خلاف کړنو ته اجازه نه شي ورکولی او له نړیوالو یې غوښتي،چې دیني اصول په نظر کې ونیسي.

هغه زیاته کړې:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې په تړاو باید ووایم،چې اسلامي امارت  د دوی اندېښنې درک کولی شي، خو اسلامي امارت هڅه کوي،هر څه د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي.د مسولیت په نظر کې نیولو سره دا هر څه خلکو او دین پورې اړه لري،چې اسلامي امارت هېواد کې داسې کړنو ته اجازه نه شي ورکولی،چې د شریعت خلاف وي. بهرني هېوادونه او نړیوالې ادارې باید زموږ د ملت دینې غوښنې درک کړي او بشري مرستې دې سیاست پورې نه تړي. د دیني اصولو او ارزښتونو پر بنسټ موږ ټولو برخو کې همکارۍ ته تیار یو.»

دا لومړی ځل نه دی،چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په تړاو نړیوال ناسته کوي،بلکې له دې وړاندې هم ګڼې ورته ناسته شوي،خو کوم مثبتې پایلې یې نه درلودې.

دې وروستۍ ناسته کې پر سرپرست حکومت د نیوکو تر څنګ د افغان ښځو او نجونو د هر اړخیزه ملاتړ ژمنه هم شوې ده،چې اسلامي امارت  اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره یې د حل ژمنه کړې ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist