د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي،یوازینۍ د بیان ازادي په اسلام کې ده.
ستانکزي د حضرت عمر فاروق د خلافت دورې د یو مثال په وړاندې کولو سره ويلي،چې په مسجد نبوي کې یو اعرابي حضرت عمر ته وايي اې عمره! که سم روان نه شوې،نو د تورې په څوکه به دې سم کړم.
عباس ستانکزی وايي،د دوی مشران هم د شلمې او یوویشتمې پیړۍ خلک دي،نه پیغمبران دي او نه هم صاحبه چې تېروتنې دې ترې نه کیږي.
که څه هم اسلامي امارت د ولسمشر پر ځای رئیس الوزرا او له دې هم پورته زعیم لري،خو عباس ستانکزی وايي،ټول مشران که هغه والیان،امینه قوماندانان، وزیران او یا هم ولسمشر دی تېروتنه ترې کیږي، ناسمې مشورې ورکول کیږي،خو هر مسلمان دنده لري،چې خپل مشرانو او امیر ته د هغه شریعت خلاف کار ورته په ګوته کړي.
هغه زیاته کړې:«یوه ښځه پورته کیږي،حضرت عمر ته وايي،کوم حق چې الله پاک ماته راکړی دی،عمره! ته څوک یې؟چې رانه اخلې یې.داسې نه دي،چې اومرا ټول مکمل دي، وحیه نوره نه راځي،دا پیغمبران نه دي،دا صحابه کرام نه دي،چې د رسول الله له مدرسې فارغ شوي وي، دا د شلمې او یوویشتمې پیړۍ خلک دي،هرڅوک چې حاکمان دي، که والیان دي امنیه قوماندانان دي،که وزیران دي،که رئیس جمهور دی، تېروتنې کوي، یو څوک یې غلط پوه کړي،غلط نظر ورته ورکړي، دا د هر مسلمان وظیفه ده،چې خپل امر ته ووايي،چې دا کار دې دلته خلاف د شریعت دی،دا کار دې خلاف وکړ.»
ستانکزی وایې،د مشرانو هغو اوامرو پرځای کول واجب دي،چې د شریعت مطابق وي او هغه چې یې د شریعت خلاف دي،عمل پرې واجب نه دی.
هغه زیاتوي:« رسوالله (ص) څو صحابه په یو سفر لیږي او یو نفر ورته قوماندان کوي،هغه هلته د شپې اور بلوي او نور ملګرو ته وايي، اور ته ځان واچوئ او صحابه اجتناب کوي او اور ته ځان نه اچوي او کله چې بېرته راځي رسول الله (ص) ته وايي، دغسې کار وشو او موږ د دې سړي امر ونه مانه په داسې شرایطو کې رسول الله ورته وویل،چې ښه شوه،چې دا کار مو نه دی کړی،که نه ترقیامته به اور کې سوځېدلئ له دې مطلب دادی،چې هغه اوامر واجب دي،چې د شریعت مطابق وي،که د شریعت خلاف وي بیا یې وجوب نشته دی.»
ستانکزی ټینګار کوي،چې حکومتولي او د نظام مخته وړل په افراط او تفریط نه کیږي او په خبره یې د افغان ولس هیلې اسلامي امارت پورې تړلې دي او اوسنی نظام مسوولیت لري چې د ولس غوښتنې ومني او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
ستانکزي زیاته کړه:« زه تل دا خبر کوم،چې حکومت او حکومتداري پر افراط او تفرط باندې نه کېږي او د دې ملت د امید سترګې موږ ته دي .دا ملت به موږ له خاورو راپورته کوو او موږ به یې پر پښو دروو.»
د بهرنیو چارو و زارت سیاسي مرستیال دغه څرګندونې داسې مهال کوي،چې د نجونو لوړو زدهکړو او په غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز وضع شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د عباس ستانکزي خبرې د افغانستان ملت خبرې دي،هغه غواړي،چې د افغانستان اسلامي نظام او ملت ترمنځ واټن رانه شي. عباس ستانکزی د افغانستان ملي منافعو او اسلامي نظام مدافع دی.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« ډېر امکان شته دی،چې د ستانکزي وینا د طالبانو یو شمیر مشرانو له غبرګون سره مخامخ شي،خو حقیقت دادی،چې دا انفرادي خبرې نه د ولس او نه د هېواد پر ګټه دي. دوی باید لومړی خپلو کې سره تفاهم ته ورسیږي او وروسته خپله پریکړه ولس ته ورسوي.»
له دې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمدعباس ستانکزي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل له فرض حکم سرغړونه بللې وه،چې هغه مهال یې په اسلامي امارت کې دننه غبرګونونه هم راپورته کړل.