Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د اسلامي نړۍ علماء: زده کړې د ټولو نارینه او ښځینه وو اسلامي حق دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/11

افغانستان ته د اسلامي نړۍ د علماوو په استازولۍ راغلي پلاوي،د خپل شپږ ورځني سفر جزئيات له رسنيو سره شريک کړل. 

ديني عالمان وايي، د سفر په لړ کې یې د اسلامي امارت  لوړو پوړو مسوولينو سره ليدلي او د نجونو کار او زده کړو په تړاو یې ورسره بحث او خبرې کړي دي.

د راغلي پلاوي په خبره چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره تر ليدنې وروسته يې ډاډ ورکړی،چې د نجونو د زده کړو بیا شروع کيدو لپاره يې ګډه کميټه ټاکلې،چې د ستونزو حل وروسته به خپله پريکړه وروستۍ کړي. 

د اسلامي نړۍ ديني علماوو پلاوي غړی محمد الصغير وايي:« د لوړو زده کړو وزیر موږ ته ډاډ راکړ، چې زده کړې د نجونو حق  دی او موږ هېڅکله نه غواړو،چې له دې حقه يې محرومې کړو.د دې لپاره موږ يوه ګډه کميټه ټاکلې ده او د اسلامي اصولو په رڼا کې به دوی ته د کار او زده کړو زمينه برابروي. د اسلامي نړۍ دريځ همدا دی،چې زده کړه د ټولو نارينه او ښځينه وو اسلامي حق دی.» 

د اسلامي نړۍ علماوو د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي امارات مبارزه وستايله او څرګنده يې کړه،چې اسلامي امارت تر حاکميت وروسته توانيدلی،چې په افغانستان کې افراطي ډلې وځپي.

د اسلامي نړۍ ديني علماوو پلاوي غړی محمد الصغير وايي:« د الله ج شکر اداء کوو،چې په افغانستان کې امن او ثبات منځ ته راغلی دی او هېواد وروسته له نږدې څلور نيمو لسیزو د يوه مرکزي حکومت څښتن شوی دی. اسلامي امارات په نشه يي توکو بنديز لګولی او د افراطي ډلو په ځپلو توانيدلی دی.» 

دغه راز د اسلامي نړۍ ديني علماوو نيوکه  وکړه،چې د نړۍ ځيني هېوادونه غواړي،چې افغانستان په سياسي او اقتصادي انزوا کې انحصار کړي او له دغه وضعيته د وتلو لپاره يې د ټولې نړۍ په اسلامي او نورو هېوادونو غږ وکړ،چې افغانستان  په رسيمت وپیژني او نور دې د امريکا اشارې ته په تمه نه پاتې کيږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist