Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اېګلنډ: اسلامي امارت د ښځو کار بندیز لرې کولو پر فرمان کار کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/11

د ناروې کډوالۍ شورا مشر یان اېګلنډ چې کابل ته په سفر راغلی دی او  د اسلامي امارت له ځینو غړو سره یې لیدلي دي، وايي، ژمنه ورسره شوې،چې د ښځو کار بندیز پر لرې کېدو کار روان دی. 

ایګلنډ ویلي،د اسلامي امارت مشرانو ورته ویلي، پر  داسې یوه فرمان کار کوي،چې پرمټ به یې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي او له ټولو مهمه دا ده،چې ښځې به بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي. 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم بیا وايي، پر داسې طرحې کار روان دی،چې له مخې به یې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونو او ښوونځيو دروازې خلاصې شي او په اداراتو کې به ورته د کار زمینه برابره شي. 

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:«د ابتدایي مالوماتو له مخې، اسلامي امارت په داسې یوه طرحه کار کوي،چې له مخې به یې د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځی خلاص شي او هم به هغه ښځې چې غواړي، د ملګرو ملتونو ادارو کې کار وکړي بیا به شرایط ورته برابر شي.»  

ځینې بیا وايي،غوښتنه یې داده،چې اسلامي امارت دې ژر تر ژه داسې یو فرمان وړاندې کړي،چې د شریعت مطابق نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي او ښځو ته د کار،چې له دې سره به د ولس او دولت ترمنځ شته واټن راکم او مرکزي نظام پیاوړی شي. 

د سیاسي چارو فعال کمال ناصر اصولي وايي:« ښه به دا وي،چې د نجونو کار کولو او زده کړو لپاره داسې یو فرمان دې د حاکمانو له لوري صادر شي،چې د شریعت برابر نجونې کولی شي،چې زده کړې او کار وکړي، تر څو افغانستان له منزوي کیدو راووځي،که غواړي چې په افغانستان کې پیاوړی مرکزي دولت رامنځ ته کړي، د ولس او دولت ترمنځ دا واټن دې راکم کړي.» 

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري بیا وايي، کابل ته د ناروې کډوالۍ شورا مشر یان ایګلنډ سفر به مثبتې پایلې ولري او نږدې راتلونکي کې به ټولې هغه ستونزې حل شي چې دښځو د کار او انجونو د زده کړو په برخه کې پرتې دي .

مطهري زیاته کړې:« د ناروې کډوالۍ سازمان مشر لېدنې به په کابل کې د اسلامي امارت له مشرانو سره مثبتې پایلې ولري او په دې نږدې راتلونکې کې به د دې شاهدان اووسي، چې ښوونځي او دفترونه به د ښځو پر وړاندې خلاص شي.» 

د ناروې دکډوالۍ شورا مشر اېګلنډ چې لاهم په کابل کې دی وايي، که اسلامي امارت پر ښځو د کار او د انجونو پر زده کړو لګېدلي بندیزونه لرې نه کړي، پر افغانستان به د نړیوالو مرستې ودریږي. 

هغه زیاته کړې، که اسلامي امارت په دغه برخه کې مثبت ګامونه واخلي او دغه لګېدلي بندیزونه لرې کړي، نو دوی به په افغانستان کې  خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist