Skip to content
دغه مکتوب چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، له لومړي تر شپږم ټولګي نجونو ته په کې ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.
په یاد مکتوب کې دغه راز د پوهنې وزارت اړوند ولایتي مسوولینو ته امر شوی چې له شپږم ټولګي ښکته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او اجازه ورکړي چې په کورسونو کې هم خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
یاد وزارت ته منسوب دغه مکتوب داسې مهال صادر شوی، چې د هېواد له ګرمسېرو ولایتونو پرته نور په ټول هېواد کې د ژمي درې میاشتنۍ رخصتۍ له امله ټول ښوونځي رخصت دي.
تر اوسه اسلامي امارت رسما د دې مکتوب د تایید یا رد په اړه څه نه دي ویلي.