د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ څرګندونې،چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت رامنځ ته شي،د افغانستان په داخلي چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
دوی وايي، اسلام اباد او تهران دا حق نه لري،چې افغانستان ته د ټولګډونه حکومت نسخه وړاندې کړي او د افغانستان اوسني نظام بدیل نه شته او که د حکومت جوړښت بدلیږي هم دا د افغانستان کورنۍ مسله ده او هره پرېکړه به افغان ولس کوي.
دغه راز دوی وايي، دغو دواړو هېوادونو ته یې توصیه داده،چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پرځای خپلو کورنیو اقتصادي،سیاسي او امنیتي ستونزو ته توجه وکړي او خپلو ولسونه دې له ستونزو وژغوري.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« پاکستان او ایران حق نه لري،چې یو ازاد او خپلواک هېواد ته د ټولګډونه حکومت نسخه ورکړي. اوسنی نظام هېڅ بدیل نه لري،په حکومت کې تغیرات راوستل او یا هم ملي اجماع رامنځ ته کول دا د افغانانو کورنۍ موضوع ده.ښه به دا وي،چې پاکستان خپلو اقتصادي او امنیتي مسایلو ته توجه ورکړي او ایران دې د خپلو خلکو ځپلو ته د پای ټکی کیږدي.»
تهران او اسلام اباد په دې تورن دي،چې تل یې د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبولی او د خپلو ګټو لپاره یې په هرډول شرایطو کې د افغانستان چارو کې لاسوهنې کړي دي.
د بلاول بوټو او امیر عبداللهیان وروستۍ څرګندونې،چې په افغانستان کې یې پر ټولګډونه حکومت ټینګار کړی دی،د نړیوالو قوانینو خلاف یادیږي .
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« ایران او پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې له دوه مخي سیاست کار اخېستی دی او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې لاس وهنه کړې ده. ایران په کوردننه له ګڼو سیاسي ستونزو سره مخ دی او کله یې هم ټولګډونه حکومت نه درلوده او همداراز پاکستان له ډېرو لویو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی،خو بیا هم دوی د افغانستان ورانۍ ته لاسونه بډوهي. دا نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف یو عمل دی، بلکې د ښه ګاونډي تصویر هم نه وړاندې کوي.»
زرداري او عبداللهیان په افغانستان کې د ښځو د کار پر بندیز او د نجونو زده کړو پر ځنډولو هم اندیښنه څرګنده کړې،چې کارپوهان د دوی دغه اندیښنې په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره پلمه ګڼي.
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي، دواړه هېوادونه ایران او هم پاکستان د ښځو هېڅ ډول حقوقو ته ژمن نه دي،په پاکستان کې له مذهبي لحاظه او په ایران کې د جنسیت له پلوه ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي.
نیازي زیاته کړه:« پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي،چې دوی خپله د ښځو حقوقو ته احترام نه لري. په ایران کې د ښځو پر وړاندې عملآ تاوتریخوالی روان دی او پاکستان کې هم د ښځو پر وړاندې مذهبي تاوتریخوالی پیل شوی دی،خو دوی پلمې جوړوي،ترڅو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.»
ایران او پاکستان د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي،چې تل په افغانستان کې پر لاسوهنې تورن دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په ټیلفوني خبرو کې په دې غږېدلي،چې باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځ ته شي،خو کتونکي بیا په دې اند دي،چې دغه دواړه هېوادونه غواړي،چې د ټولګډونه حکومت په نوم هغه کسان او څيرې چې د دوی لپاره کار کوي، د افغانستان په حکومت کې ځای پرځای کړي.