دغه راز حقاني د ښځو د کار په اړه د پوتزل اندېښنې ته په ځواب کې ویلي، په دې هڅه کې دي، څو د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځته کړي، خو غوښتنه یې دا ده چې بشري مرستې باید مشروطې نه وي.
د حقاني په خبره بهرنیان دې د افغانستان په اړه له بهره فیصلې نه کوي باید دلته حقایق په پام کې ونیول شي.
اخوا بیا، د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټی وایي، د شته ستونزو عوامل باید مشخص او له منځه یوړل شي، د مرستو بندول بېرته ښځې متاثره کوي او دا فکر پیاوړی کوي، چې دغه مرستې بشري نه بلکې سیاسي دي.