هغه زیاته کړې:« دا داسې کوم معلومات نه وو،چې ما یې په اړه غرور کړی وي او نه یې د شرم احساس راکړی. کله چې ما خپل ځان د جګړې په ډګر کې ګرم او په ګډوډۍ کې ډوب ولید، ما دې ۲۵تنو ته د خلکو او انسانانو په څیر فکر نه کاوه. دا د شطرنج دانې وې،چې له تختې لیرې شوي. بد خلک مخکې له دې چې ښه خلک یې وژلي وی، له منځه یوړل شي.»
اسلامي امارت مطبوعاتي څانګې لیکلي،په تاسف سره غربي نړۍ چې ځان د بشري او انساني حقوقو مدافعین ګڼي،خو د عمل په میدان کې بیا په لوړه کچه دا ډول اخلاق لري.
افغانان به د مسلمان ازاد ملت په توګه د دوی دغه ډول جنایات هېڅکله هېر نه کړي او د خپل دین او هېواد د ساتنې روحیه به تل ژوندۍ ساتي.
د اسلامي امارت مهم غړي انس حقاني بیا شهزاده هېري په غبرګون کې ویلي،هغوی چې تا وژلي د شطرنج مهرې نه بلکې انسانان وو او ستا دا جنایت به د تاریخ حافظه کې پاتی وي.