د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مرستیال فران ایکویزا وایي، په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی به د افغانستان لپاره په اوږد مهال کې ویجاړوونکي وي.

د ایکویزا په خبره، د ا.ا بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره یې په دې تړاو خبرې کړې دي. شاوخوا درې اوونۍ مخکې اسلامي امارت په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه، چې په کور دننه او نړیواله کچه یې پراخ غبرګونونه راوپارول او د بېرته اخیستو ګڼې غوښتنې یې وشوې، دغه راز له یادې پرېکړې وروسته ګڼو بهرنیو موسسو په افغانستان خپل فعالیتونه وځنډول.