Skip to content
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې دغه افغانان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې پرون ۵۲۴ تنه افغان زندانیان خوشې شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو افغانانو د ترانسپورت، خوراک، څښاک او جامو ټول مصارف د لارښونې سره سم په پاکشتان کې د افغان سفارت او کونسلګرۍ له لوري ورکول کیږي.
د راپورونو له مخې، په دغو ۵۲۴ را خوشې شویو افغانانو کې ۵۴ ښځې اوشااوخوا۱۰۰ تنه ماشومان شامل دي.
اخوا بیا په کور دننه د اسلامي امارت چارواکو په پاکستان کې د افغان سفارت د مسوولینو او د پاکستاني چارواکو دغه اقدام ستایلی او مثبت ګام یې بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد دې موضوع ته په اشارې ویلي:«له ورور هېواد پاکستان هېله کوو،چې نور خپل افغان وروڼه بندیان نه کړي، تر څو خدای مکړه د دواړو هېوادونو د ملتونو ترمنځ د نفرت او فاصلې لامل ونه ګرځي.»
د مالوماتو له مخې، دغه افغانان ډېری یې پاکستان ته د درملنې لپاره تللي وو،چې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د یاد هېواد پولیسو نیولي ول.