Skip to content
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور د یوه پلاوي پر مشرۍ په ترکیه کې د ۲۰۲۳ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون غځولو په موخه له تاجکستاني چارواکو سره ګوري.
د یاد وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،له منصور سره په دې سفر کې د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي مشر او یو شمېر نور مسوولین هم ملتیا کوي.
د مالوماتو له مخې، دغه پلاوی به په ترکیه کې د تاجکستان د برښنا مسوولینو سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون د غځولو په هکله خبرې او په افغانستان کې د برښنا د تولید د پراختیا لپاره ناستې وکړي.
له تاجکستاني چارواکو سره د وارداتي برښنا تړون د غځولو په اړه داسې مهال لیدنې کیږي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې ازبکستان ته هم سفر کړی و او هلته يې له دغه هېواد سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د وارداتي برښنا تړون تمدید کړ.