Skip to content
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، په تېر۲۰۲۲ مالي کال کې یې د افغان کډوالوستونزو حل په موخه له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالرمرسته کړې ده.
د یاد سفارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم له قوله ویل شوي، امريکا له ٢٠٠٢ کال راهیسي پاکستان سره د افغان کډوالو د لاسنیوي او ستونزو حل په موخه ٢٧٣
ميليونه ډالر مرسته کړې ده.
د دغو مرستو زیاته برخه یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې له افغانانو سره شوې دي.