Skip to content
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایي، د سرپرست حکومت له لوري پر افغان ښځو د کار د بندیز حکم او اغېزو څېړنه کوو.
پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د ا.ا له لوري پر ښځو د کار بندیز حکم اغېزې څېړي او په ورته وخت کې له افغانستان سره د ستر بشري مرسته کوونکي هېواد په توګه پر داسې لارو چارو غور کوي، چې پر مټ یې یو پیاوړی او اصولي دریځ خپل کړي.
د پرایس په خبره، امریکا هڅه کوي، افغانستان کې په رامنځته شوي ناوړه چاپېریال کې د بشري وضعیت د لاخرابېدو مخه ونیسي.