Skip to content
ا.ا د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، کابل له نړۍ سره په خپلو ټولو کړو ژمنو عمل کوي.
د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي زیاتوي، داسې شواهد نشته چې د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد کارول شوې وي.
د راپورونو له مخې، پرایس له خبریالانو سره په خبرو کې ا.ا د خپلو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړ او زیاته یې کړه، چې ا.ا تر اوسه نه دی توانېدلی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.