Skip to content
د ملګرو ملتونو له ښځو ملاتړ اداره وايي، د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي زیات نفوس له مرستو محروموي.
یادې ادارې د ښځو د کار د بندیز په تړاو د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې ته په اشارې ویلي، دا د ښځو پر وړاندې یو بې رحمه چلن او د دوی پر ازادۍ، ونډې او غږ ناوړه برید دی.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې، اسلامي امارت په غيردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راوپارول او د دغې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنې وشوې.