حقاني په دغه لېدنه کې ډاډ ښودلی دی او ویلي یې دي،چې اسلامي امارت د ولسونو سوکالۍ او خیر لپاره فکر کوي او ورته ژمن دی.
حقاني ډاډ ورکړی،چې په دغه برخه کې د ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي او پر یوه داسې مقعولې او دایمي حل لارې کار روان دی،چې له شرعیت او د خلکو له کلتور سره په ټکر کې نه وي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي:«پوتزل د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره ولیدل او د ډاډمن امنیت له امله خوښ و او د نجونو د زده کړو په برخه کې یې خپله اندیښنه له کورنیو چارو له وزیر سره شریکه کړه. کورنیو چارو وزیر وویل، د اسلامي امارت رهبري د ولس د رفا او خیر لپاره ژمن دی او د ستونزو د هواري لپاره هر اړخیزې هڅې روانې دي.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا د نجونو زده کړو په برخه کې د افغان چارواکو او نړۍ استازو ترمنځ لیدنې ګټورې یادوي،خو ټینګار لري،چې اسلامي امارت دې د افغان ولس غږ ته درناوی وکړي له دې پرته به د نظام او ولسونو ترمنځ واټن زیات شي.
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« په افغانستان کې د یوناما مرستیال لیدنه د اسلامي امارت له مشرانو سره د افغانستان لپاره مفید او غیزمنه ده،د نجونو زده کړو په اړه دې اسلامي امارت د ملت غږ واوري،له دې پرته د نظام او خلکو ترمنځ واټن راځي،چې دغه واټن به د اسلامي امارت لپاره هم ښه نه وي او د افغانستان ولس لپاره هم.»
یو شمېر نور بیا وايي،حکومت باید ځینې پرېکړې د واقیعتونو پر اساس ونیسي او د خلکو اقتصادي ستونزې او لومړیتوبونه درک کړي.
دوی وايي، د شریعت په رڼا کې ښځو ته د کار او نجونو ته د زده کړو زمینه برابرول،د حکومتونو مسوولیت دی او په دې سره د افغانستان اړیکې له نړۍ سره نږدې کولی شي.
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم وايي:« تصامیم باید د واقعیتونو او د افغانستان دعیني شرایطو پر اساس باید ونیول شي او اسلامي امارت باید د خلکو اقتصادي وضعیت ته جدي توجه وکړي او په خپل تصمیم دې تجدید نظر وکړي،چې د اسلامي اساساتو په رڼا کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي او نجونو ته د زده کړو،چې له دې سره به د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه شي او د افغانستان او نړۍ مناسبات به هم ښه شي.»
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا په دې باور دی،چې د ستونزو حل لپاره ډېرې داسې ژمنې شوي،خو بیا نه دي عملي شوي او پر همدې اساس نړیواله ټولنه بې باوره ده.
په ورته مهال په کابل کې یوناما مرستیال د رئیس الوزا له مرستیال ملا عبدالاسلام حنفي سره هم لیدلي دي او په دې تړاو یې بحث کړی دی.
له دغو لېدنو وړاندې مارکس پوتزل له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لېدنه کړې او دواړو لوریو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پر بیا پرانېستلو ټینګار کړی دی.