د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د الزهرا، کوثر، خراسان شمالی او حضرت معصومه قُم پوهنتونونه چمتو دي، چې افغان نجونو ته تحصیلي بورسونه ورکړي.
د راپورونو له مخې، الزهرا پوهنتون ۵۰ افغان نجونو او حضرت معصومه قُم پوهنتون ۳۰۰ افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې ژمنه کړې ده.
د یادو تحصیلي بنسټونو د مسوولینو په خبره، د لیلیې د امکاناتو د زیاتوالي په صورت کې به لا ډېرو افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت له لورې د نجونو پر پوهنتونونو له بندیز وروسته د ایران سربېره امریکا، قطر، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو هم افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې ژمنه کړې ده.
شریک یې کړئ
۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي