د سیاسي یو شمېرکارپوهان وايي، د تېر ۲۰۲۲ کال سیاستونه د دې جوګه نه شول،چې افغانستان له نړۍ سره تعامل ته ورسوي او یا هم په بېلابېلو برخو کې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې شي.
دوی وايي، که په روان ۲۰۲۳ کال کې هم له د تیر کال له تیروتنو درس وانخېستل شي او په سیاستونو کې بدلون رانه شي،د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت به نور هم خراب شي او په نړۍ کې به یې برخلیک نامالوم وي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« له یو کال زیات وخت کې طالبانو ونه شو کړای،چې معیاري حکومت جوړ کړي،د نړۍ مشروع غوښتنو ته ځواب ورکړي،افغانستان له انزوا وژغوري او هرڅه سم روان وي او که دا ډول دوام وکړي، نور به هم افغانستان خرابۍ خواته لاړ شي او ډېر فشار به ملت وویني او د افغانستان برخلیک به تر پښتنې لاندې وي.»