د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور له ازبکستان سره د برېښنا د يو کلن تړون له لاسلیک وروسته ویلي، افغانستان له وارداتي برېښنا د هېڅ هېواد پوروړی نه دی او له دغه درکه یې ټول پورونه پرې کړي دي.
منصور چې تېره اوونۍ ازبکستان ته په رسمي سفر تللی و، هېواد ته له راستنېدو وروسته یې خبریالانو ته ویلي، له دغه هېواد سره يې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې ازبکستان افغانستان ته ۴۴۰ میګاواټه برېښنا وركوي.
سرپرست وزیر زیاتوي، د دې سفر پر مهال يې په تاشکند کې د يوه چينايي شركت له استازو او له افغان پانګه والو سره هم د افغانستان د برېښنا په سکټور کې پر پانګونې خبرې کړې دي.