د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوټزل د رییس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز او نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.
یوناما په یوه ټویټ کاږلي، په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز او له تعلیم او تحصیل څخه د نجونو او ښځو منعه کول په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته زیان اړوي.