Skip to content
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو په ځواب کې ویلي، افغانستان لا وارثه نه دی او د هېواد په دفاع کې ترهرچا ښه تجربه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي، که هېواد یې د پاکستاني طالبانو تحریک په څېر ډلو لخوا وګواښلی شي، نو اسلام اباد قانوني واک لري، چې په افغانستان کې دننه د وسله والو د پټنځایونو پر ضد اقدام وکړي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه وزارت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي دننه د احتمالي برید کولو په اړه د پاکستان کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکې او بې اساسه بولي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، شواهد دا ثابتوي چې د پاکستاني طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي، نو د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.
ملي دفاع وزارت همدارنګه له پاکستان څخه د تفاهم او خبرو له لارې د هرې اندېښنې د رفع کولو غوښتنه کړې.