Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ملګرو ملتونو یو پلاوی د روان وضعیت پر سر د خبرو په  موخه کابل ته راځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/31

په افغانستان کې ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) مرستیال رامز الاکبروف نیویارک کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسوول مارټین ګریفټیس پر مشری به یو پلاوی راتلونکو څو اونیو کې کابل ته ولاړ شي.

الاکبروف ویلي،چې یاد پلاوی به د ا سلامي امارت له ګڼو چارواکو سره  د ښځو د کار محدودیتونو پر سر ناستې ولري.

هغه زیاته کړې:«موږ په فعاله توګه له مسوولو چارواکو سره سیمه کې کار کوو،ترڅو اوسني  وضعیت ته د حل لارې پیدا کړو او موږ له هغوی سره په اړیکو کې یو. د موضوع  ښه حل لپاره به د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسوول افغانستان ته سفر وکړي،چې څو ساعته ناستې به ترسره کړي او دا به پر لوړه کچه تیارې شي. له دې ناستو موخه دا ده،چې مسوول چارواکي اوسنی وضعیت حل کړي. دا چې موږ اوس وضعیت څارو او ګورو،چې څه کیږي؟ نو دغه سفر به په راتلونکو څو اوونیو کې تر سره شي.» 

الاکبروف ویلي، له وړاندې یې د  اسلامي امارت له ګڼو چارواکو سره کتلي او خپلې ستونزې یې له هغوی سره شریکې کړې او هم یې د هغوی اندېښنې اوریدلې دي،خو ناستو یې یو ډول پایلې نه درلودې.

هغه زیاتوي:« کوم څه چې دوام لري،موږ څوځله غوښتنه کړې،ترڅو له مسوولو چارواکو سره وګورو، په ځانګړي ډول موږ له وړاندې د روغتیا  له وزیر او د کډوالو چارو وزیر سره کتلي او زموږ ټیمونه هره ورځ هڅه کوي،له هر وزیر سره جلا ناستې ولري،ترڅو دا ورته روښانه کړي،چې وروستیو محدودیتونو هر برخه څومره موتاثره کړې ده، ما شخصا د اقتصاد له وزیر سره په دې تړاو وکتل او دا مو ترې پوښتلي،چې د دوی اساسې اندېښنې څه دي او څنګ موږ ورته ځواب ویلی شو. له ګڼو وزیرانو سره مو ناستې کړې،خو پایلې یو رکم نه دي،خو بیا هم دا ناستې دوام لري.» 

الاکبروف د خبریالونو د پوښتونو په ځواب کې ویلي،چې  د ملګرو ملتونو اساسي پیغام دا دي،چې ښځو ته ټولنه کې حق ورکړل شي او د هغوی غوښتنو ته دې لاسرسی وشي. 

دغه راز الاکبروف ویلي، دا چې خپلو موخو ته ورسیږي، باید له مسوولو چارواکو سره خبرو ته کیني او دا اړیکې باید دوامداره پاتې شي.

الاکبروف د ټولو ستونزو حل د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت تر منځ ډیالوګ یاد کړی دی.

الاکبروف زیاتوي:« دا چې د نړیوالو پیام په ښه توګه ورسیږي،زه فکر کوم د ټولو همکارو او نړایوالې ټولنې دوامداره اړیکې او ډیالوګ له طالبانو سره اړین دی. د ټولو اساسي پیام دا دی،چې نجونې او ښځې د ټولنې یوه مهمه برخه او غړي دي او د دوی اړتیاوو ته باید ځواب وویل شي. اوسنۍ تګلاره چې تازه روانه شوې، دوی (ښځې) یې له ټولنې، عام ژوند محرومې کړې دي،چې دا محدودیتونه به هېڅ مثبته لاسته راوړنه او پایله ونه لري،نو له همدې امله مسوولو چارواکو سره په اړیکه کې پاتې کیدل ډېر زیات اړین دي او دا باید دوامداره اړیکې او ډیالوګ وي.» 

په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو او انجوګانو کې د ښځو د کار د بندیز پر سر ګڼو دولتونو غبرګون ښودلی او یوشمیر ادارو یې بیا تر نامالوم وخته فعالیتونه هم ځنډولې دي،خو اسلامي امارت بیا ورته کوم غبرګون ندی ښودلی او نه یې خپله پریکړه بېرته اخیستې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist