Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه: افغانستان کې مو له ښځینه کارکوونکو پرته فعالیتونه ناشوني دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/31

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له لورې په کورنیو او بهرنیو  غير دولتي موسيسوکې د ښځو پر کار بنديز پریکړه خواشينونکې بلل شوې او ويلي دي چې د ښځينه کار کوونکو  له فعالیتونو پرته د دوی کاري بهير له خنډ او ځنډ سر مخ کېدلی شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«زموږ له ۵۱ سلنو  ډېر کارکوونکي ښځينه دي. موږ د هغو ۹۰۰ ډاکټرانو، نرسانو او نورو مسلکي کارکوونکو خبره کوو،چې هره ورځ پدې هڅه کې دي، تر څو زرګونه افغانانو ته ممکنه باکیفته روغتیایي خدمات وړاندې کړي. له دوی پرته د ایم.ایس.ایف فعالیتونه خنډ او ځنډ سره مخ کیږي. وروستي فرمانونه د هغو سیستماتیکو هڅو یو بل ګام دی،چې له مخې یې د ميرمنو حضور په عامه ټولنه کې له منځه وړل کېږي.» 

 د بې پولې ډاکټرانو په خبرپاڼه کې راغلي،چې افغانستان کې د دوی اړوند ښځینه ډاکټرانې او نرسانې د هېواد په اوو ولايتو کې د لومړنيو روغتيايي خدماتې ترڅنګ ډېری يې د ماشوم په زيږيدنه کې مرسته کوي او  د دوی کاري بنديز به افغانې میرمنې او ماشومان سخت اغيزمن کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«په هغه هېواد کې چې وګړي یې تر ډېره د پراخې بې وزلۍ او بې کارۍ له امله خیریه او بشري مرستو ته اړ دي، ښځینه کارکوونکې د هېواد په اقتصاد او د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې رغنده او حیاتي رول لري. نوځکه د دوی له شتون پرته هېڅ لوی یا کوچنی بنسټ او موسسه نه شي کولی،چې اړمنې ټولنې ته مرستې ورسوي. وروستی فرمان به افغان اړمنې او زیانمنونکې کورنۍ په ځانګړي توګه ناروغه ميرمنې او ماشومان سخت اغیزمن کړي، له کار څخه د ښځو منع کول، په حقیقت کې د روغتیایي پاملرنو له لاسرسي څخه د دوی منع کول دي.» 

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،چې د دوی ښځينه کارکوونکو کاري فعاليت يې زياتره د ميرمنو د زيږون اړوند کيږي او نه شي کولی د دوی پر ځای نارينه کارکوونکي په دندو وګوماري.

خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، که چيرې اسلامي امارت ښځو ته د کار کولو اجازه ورنه کړي،نو د دوی په شمول به  ګڼ روغتيايي بنسټونه دې ته چمتو دي،چې په افغانستان کې خپل کاري بهير ودروي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«که چیري زموږ ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنه کړل شي او که د ښځو درملنه یوازې د میرمنو لخوا ترسره شي، نو بیا به د دوی لپاره روغتیایي خدماتو ته لاس رسی ناشونی وي. نو په پایله کې به د بې پولې ډاکټرانو په ګډون هېڅ روغتیایي بنسټ ونه توانيږي،ترڅو په افغانستان کې روغتیایی خدمات وړاندې کړي.» 

بل خوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، په هېواد کې د بې پولې ډاکټءرانو او ورته نورو نړيوالو غیرې دولتې موسيسو تړل به بشري او اقتصادي ناورين رامنځته کړي او د مخنيوي لپاره يې اړتيا ده،چې اسلامي امارات د ښځينه وو په کار او زده کړو لګېدلي بنديزونه لرې کړي.

د بې پولې ډاکټرانو  ټولنه د هېواد په اوو ولايتونو هلمند، کندز، هرات، خوست، کابل، کندهار او بامیانو کې روغتيايي خدمات وړاندي کوي.

د دې ټولنې د مالوماتو له مخې ،په افغانستان کې تر ۱۷۰۰  زيات روغتيايي کارکوونکي لري،چې له دغه شمير يې تر نمايي زيات ۵۱ سلنه يې ښځینه دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist