Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

General view of a moment of silence for former U.S. Secretary of State Madeleine Albright during the United Nations Security Council meeting, amid Russia's invasion of Ukraine, at the United Nations Headquarters in New York City, New York, U.S., March 23, 2022. REUTERS/Mike Segar REFILE - CORRECTING MEETING

امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/29

د ملګرو ملتونو امينت شورا د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر زده کړو او په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې د ښځو کاري بنديز پريکړه غندلې ده.

 یادې شورا په ناسته کې د اسلامي امارت ورستۍ پريکړه خواشينونکې او د نړيوالو ټولنې سره د شویو ژمنو خلاف بللې ده.

د یادې شورا غړیو هېوادونو ويلي،دا ډول پريکړې به له افغانستان سره بشري مرستې او د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ادارو کاري فغاليت اغیزمن کړي.

امنیت شورا:« موږ د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار بندیز غندو او ډېر خواشیني یو. د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز به افغانستان کې د بشري مرستو او د ملګرو ملتونو ادارو کاري بهیر به ډېر اغیزمن کړي. دا پریکړې د طالبانو له هغو ژمنو سره په ټکر کې دي،چې نړیوالې ټولنې سره یې کړې وې.» 

په ورته مهال د ملګرو متلونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د  اسلامي امارت ياده پريکړه نه توجيه کيدونکی نقض بللی او له اسلامي امارت يې غوښتې دي،چې د ښځو زده کړو او کار اړوند کړې  پريکړه دې لغوه اعلان کړي.

هغه زیاته کړې:«د طالبانو له خوا د ښځو پر زده  کړو او کاري بهیر بندیز د بشري حقونو یو نه توجیه کېدونکی نقض دی،چې باید ژر تر ژره بېرته له منځه ولاړ شي. د ښځو او نجونو غږ غلی کول او له ټولنې د هغوی اېستل به عامو افغانانو باندې منفې اغیزې پریږدي.» 

په افعانستان کې د ملګروملتونو سازمان اړوند لسګونه ادارې فعالې او د بشري مرستو او خدماتو رسولو په برخه کې خپلې چارې پرمخ وړي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي،انديښنه داده،که د ياد سازمان اړوند ټولې ادارې په افغانستان کې وتړل شي،نو د فقر او بیکارۍ ترڅنګ بشري ناورین رامنځته کيدلای شي.

دغه راز دوی وايي، د اسلامي امارت له لورې پر زده کړو بنديز نه  یوازې افغان ملت له حکومت لرې کوي،بلکې افغانستان له نړيوالې ټولنې منزوي کولی شي.

پنځه ورځ وړاندې اقتصاد وزارت د ځانګړې مکتوب په صادرولو سره هېواد کې په ټولو انجينو ګانو  کې د ښځينه کارکوونکو په کاري فعاليت بنديز ولګوه،چې ياده پريکړه د څو ورځو تیريدو وروسته لاهم په کور دننه او بهر له تندو غبرګونو سره مخ ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist