Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل  ۴۳ کلیزه 

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل  ۴۳ کلیزه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/28

د مرغومې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل له ۴۳مې کلیزې سره برابره ده، دا هغه ورځ ده،چې پوره ۴۳ کاله وړاندې د شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان د ځمکې او هوا له لوري یرغل وکړ،چې په پایله کې یې پر میلیونونه افغانان کډوالۍ  ته اړ شول،شااوخوا یونیم میلیون ووژل شول او کابو یو میلیون نور بیا معلول شوي دي .

د حزب اسلامي د دارالانشاء مشر عبدالستار خواصي وايي:«  د مرغومې شپږمه د ۵۸ کال پر افغانستان د اتحادي جماهر شوروي د یرغل ورځ ده او دا د افغانان له ذهنه نه وځي. دا د تجاوز ورځ ده،د ظلم ورځ ده.» 

د سیاسي چارو چارو شنونکي وايي، پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل د ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو خلاف یادیږي،چې پروړاندې یې افغان ولس د جهاد او سرښندنو په پایله کې دغه ښکیلاک ګرې سرې لښکرې ماتې شوې او د شوروي د جمهوریتونو اتحاد دړې وړې شو.

د سیاسي چارو شنونکی  هاتف مختار  وايي:« د مرغومې شپږمه  پر افغانستان  د روسانو یرغل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف وه. په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ شول،خو یو نیم میلیون افغانان ووژل شول،اته میلیونه مهاجر شول،خو په پایله کې اتحاد جماهر شوروي هم په څو ټوټو وویشل شو، خو د مرغومې شپږمه هغه توره ورځ ده،چې افغانان به یې هېڅ کله هم هېره نه کړي.» 

خو له هغې وروسته،چې جهاد بریالی شو  او روسانو ماتې وخوړه،نو مجاهدین هم هغې موخه ته ونه رسیدل،چې د اسلامي نظام ټینګښت یادېده او لامل یې هم د هغه مهال سیاسي مشرانو ترمنځ اختلاف یادیدیږي. 

د پوهنتون استاد محمد صادق مصعب وايي:«  روسان له افغانستانه ووتل،خو مجاهدینو په خپلو کې جګړې وګړې او بلې مداخلې ته یې زمینه برابره کړه. افغانان داسې دي،چې حکومت وګټي بیا هغه ملت چې ورسره همکاري کړې، ورته نه متوجه کیږي او لا تر اوسه مو له تیرو تجربو درس نه دی اخېستی.» 

په تیره یوه پیړۍ کې د نړۍ درېیو زبر ځواکونو د خپلو قدرتونو په اوج کې پرافغانستان یرغل کړی  دی،چې وروستی هغه یې امریکا او د ناټو په چوکاټ کې یې متحدین ول، چې افغان ولس بیا دغو ټولو یرغلګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی  دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist