Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې د امریکا پر ځای ایران ته مخه وکړه

له ا.ا د اروپايي ټولنې غوښتنه؛ د نجونو زده کړو  او کار بندیز په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/28

متحده عرب اماراتو،بریټانیا او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو او په  کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز پرېکړو ته غبرګونونه ښودلي او د دغو پرېکړو د اخېستو غوښتنه یې کړې.

په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندیز په تړاو اروپایي ټولنې اندیښنه ښودلې او یاده پریکړه یې د اروپایي ټولنې په مرستو د منفي اغیز لامل ګنلی دی. 

اروپایي ټولنې زیاته کړې:«موږ په انجوګانو کې د ښځو پر کار بندیز غندو او د دې پریکړې د بېرته اخېستو غوښتنه کوو. دا د طالبانو مسوولیت دی،چې نړیوالو بشري حقونو او اصولو ته ژمن پاتې شي. دا پریکړه به له افغانانو سره د اروپایي ټولنې پر مرستو بد اغیز پریږدي.» 

خو په دې تړاو د اسلامي امارت ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونونو ټولنې د پلاوي سره په لېدنه کې یادونه وکړه،چې اسلامي امارت د زده کړو مخالف نه دی او هڅه دا ده،چې په یاده برخه کې ژر اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړې:« افغانستان او اسلامي امارت د ټولو افغانانو شریک کور دی او هر افغان په کې د نظر او مشورې شریک کولو حق لري. اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی،خو هڅه کوي،رامنځته شوې ستونزه ژر حل کړي.» 

د نجونو زده کړو بهیر ځنډولو او په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز پرېکړو اندېښنې پیدا کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،که اسلامي ‌امارت په دغو پرېکړو له سره غور ونه کړي،افغانستان به له یوه بل ستر اقتصادي او بشري ناورین سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده،چې د ډسمبر په ۲۲ مه نیټه د اسلامي امارت  لوړو زده کړو وزارت په یوه مکتبوب کې تر امرثاني د ټولو نجونو لوړې زده‌کړې تعطیل اعلان کړې .

له یادې پرېکړې دوه ورځې وروسته د ډسمبر په ۲۴ مه اقتصاد وزارت بیا د ټولو غیر دولتي ادارو او انجو ګانو څخه ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې،چې دواړو پریکړو په نړیواله کڅه غبرګونونه راپارول او یو شمیر نړیوالو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist