د اقتصاد چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې تر نامالوم وخته د ښځو د کار بندیز په لوی لاس د افغانانو اقتصاد ته ضربه ده.
دوی وايي،دغه پرېکړه،چې ښځې دې تر امر ثاني په غیر دولتي موسسو کې کار نه کوي،په مستقیم ډول د هغو کورنیو پر ورځيني ژوند او اقتصاد منفي اغیز لري،چې له همدې لارې یې د کورنۍ لګښت ترلاسه کوو.
دغه راز دوی په دې اند دي،چې له دې کار سره به د افغانستان خراب اقتصادي وضیعت نور هم مخ په ځوړ لاړ شي.
د اقتصادي د چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« د دې اغیزې مستقیمآ په عامو افغانانو باندې دي،هغه چې له دې لارې خپلې کورنۍ د عاید ذریعه ده، د دوی ژوند به زیات متاثره شي،چې مجموع کې به د غربت کچه له دې هم زیاته شي اواقتصادي وضعیت به خراب کړي.»
یو شمېر نور بیا وايي،د اسلامي امارت له دې پرېکړې سره به ملي اقتصاد نور هم خراب شي، د کلنیو فردي عوایدو کچه به نوره هم راټیټه شي،چې ورسره به په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه نوره هم لوړه شي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني وايي:« ولس باندې ډېره ناوړه اغیزه لري،ملي اقتصاد به خراب کړي او د سړي سرعاید کچه به ورسره راټیټه شي،په دې حساسو شرایطو کې چې د بې وزلۍ او فقر کچه زیاته لوړه ده.»
د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز بیا وایې، اوس وېره داده،که چیرې دغه انجو ګانې چې ښځو پکار کار درلود او اړمنو کورنیو ته یې د مرستو د رسولو ترڅنګ حرفوي زده کړې هم ورکولې، د اسلامي امارت له نوې پرېکړې سره په افغانستان کې د کار بندیز اعلان کړي، نو روان بشري ناروین لمن به نوره هم پراخه شي.
هغه زیاته کړه:« که چیرې په اوسنیو شرایطو کې دغه انجوګانې که نړیوالې دي او که داخلي دي،خپل کارونه ودروي،دا به د بشري ناورین کچه لا زیاته پیاوړې کړي او په افغانستان کې به غربت نور هم زیات شي.»
دوه ورځې وړاندې د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب له لارې خبرداری ورکړ،چې ټولو هغو کورنیو او بهرنیو انجوګانو کې چې په افغانستان کې فعالې دي،د ښځو کار په کې تر امر ثانې پورې ځنډېدلی دی او د سرغړونې په صورت کې به د کار جواز ترې واخېستل شي او فعالیت به وځنډیږي.
دغې مسلې هم لکه د نجونو پرمخ د پوهنتونو ددروازو د تړلو پریکړې په څيرې په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي،خو د لوړو زده کړو سرپرست ملا ندا محمد ندیم ویلي،که اټوم هم پرې استعمال شي،دوی به له خپلو پریکړو پرشا نه شي.