د نجونو له پوهنتونو، کورسونو او ځینو مدرسو وروسته د اقتصاد وزارت وړمه ورځ په یوه مکتوب کې هېواد کې له ټولو کورنیو او بهرنیو انجو ګانو غوښتي دي،چې خپلې ښځینه کارکوونکي دې دندو ته نه راپریږدي.
په مکتوب کې ویل شوي دي،چې ښځینه کارکوونکو حجاب نه مراعت کاوه، نو ځکه یې دا پریکړه کړې ده.
دې پریکړې ته د نورو هېوادونو سربېره امریکا تر ټولو ډېر او تند غبرګون ښودلی او افغانستان لپاره یې ټولو استازو اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي:«سخت دریځو طالب مشرانو یوه بله نه درک کېدونکې پریکړه وکړه،چې له مخې یې ښځې په انجو ګانو کې کار نه شي کولی. دا پریکړه به د دې لامل شي،چې نړیوالې انجو ګانې هغه بشري مرستې افغانستان ته انتقال نه کړي،چې خورا ډېره اړتیا ورته ده . انجو ګانې په افغانستان کې د بشري مرستو د ویش لپاره حیاتي رول لري.»
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن هم ویلي،ښځې د بشري مرستو رسولو په برخه کې رغنده رول لري او د هغو راګرځول به افغانستان لپاره تباه کوونکې پایلې ولري.
هغه زیاته کړې:«د هغو ښځو پر کار بندیز ډېر خواشینې کړی یم،چې ژوند ژغورونکې بشري مرستې رسوي. دا چاره به میلیونونه خلکو ته د بشري مرستو لړۍ ټکنۍ کړي. ښځې په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو مرکزي برخه ده. دا پریکړه به عامو افغانانو ته خورا تباه کوونکې واوسي.»
بل خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونېسف) سیمه ییز مشر جیورج لاریي هم د اسلامي امارت دا پریکړه غندلې او ویلي،یې چې د هېواد روغتیا، پوهنې او تغذیې سکتورونه به اغیزمن کړي.
هغه زیاته کړې:« یونېسف د طالبانو هغه فرمان په کلکو ټکو غندي،چې له مخې یې ښځې په انجوګانو کې کار نه شي کولی. د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې دا ستره شاته پاتې پریکړه به پر روغتیا، تغذیې او پوهنیزو برخو ډېرې بدې پایلې ولري.»
د کاناډا او اسټرالیا حکومتونو هم د اسلامي امارت دا پریکړه غندلې او زیاته کړې یې ده،چې اسلامي امارت په دې پریکړو سره دا ښکاره کوي،چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی نه لري.
له دې پریکړې وروسته وېر ده،چې لسګونه زره ښځې به د افغانستان پر کچه بې دندې شي،چې ورسره به روان اقتصادي وضعیت لا زیات او بېوزلي به لا پراخه شي.