Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: د نړيوالو فشارونه د افغانستان بې ثباته کېدو په مانا دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/26

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د مرغومې پر ۴ مه» په کابل کې له افغان سوداګرو سره په یوې ناسته کې وویل، د نړۍ فشارونه د افغانستان بې ثباته کېدو  په  مانا دي.

دغه راز متقي وايي، بې ثباته افغانستان  د سیمې او نړۍ لپاره بدې پایلې لرلی شي. 

هغه زیاته کړه:«دغه امن،چې نن د دې هېواد دې سپيرو ځوانانو ټېنګ کړی دی، ایا د نړۍ هغو پرمختللو هېوادونو ټېنګ کړی وه؟ خو  نه یې وه ټېنګ کړی. د دې هېواد مزاج دا دی، چې له دې سره به په همکارۍ چلېږئ. له دې هېواد سره به په راشه درشه چلېږئ. که څوک د فشار افشنونه کاروي، نو د دې مانا دا ده،چې افغانستان بېرته ناامنیو ته بیايي او هغه د هېچا پر ګټه نه ده، بیا به یې هېڅ څوک هم کنټرول نه شي کړی.» 

متقي په کابل کې وروستۍ امنيتي پېښې د سیمې پر کچه د استخباراتو کار وباله او په خبره يې غواړي د امنیتي وضعیت په تخریب خپلې موخې تر لاسه کړي. 

هغه زیاتوي:« نن که زموږ او تاسې سیاست پر مخ ځي او که مو اقتصاد پر مخ ځي او که مو امنیت نور ښه کېږي،دا ټول په هغه صورت کې کېږي، چې موږ له نړۍ سره مثبتې اړیکې ولرو. نن د افغانستان په امنیتي پېښو کې تاسو له  استخباراتو پوښتنه وکړئ، چې ایا دا د افغانانو له لاسه دي او که  د بهرنیانو له لاسه دي. په دې پېښو کې چې کوم کسان نیول کېږي، دا له کومه ځایه راځي؟ » 

د بهرنیو  چارو سرپرست وزیر پاکستان سره په ډيورنډ فرضي کرښه وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل، شخړې د هېڅ لوري په ګټه نه دي او پاکستان باید په سیاسي او  اقتصادي برخو کې متقابل درناوي په پام کې ونیسي. 

نومړي زیاته کړه:« زموږ او تاسې ګاونډی هېواد پاکستان، هغوی ته موږ دا خبره کوو،چې زموږ او تاسو سرحدي ځواکونو ترمنځ لانجه نه ستاسو او نه هم زموږ پر ګټه ده. پر کرښه ستونزې جوړول، نه ستاسې او نه هم زموږ پر ګټه دي. زه چې تا ته د ورور، مسلمان او سیال په سترګه ګورم، ته هم په هغه سترګه راته وګوره. تجارت راسره د اصولو په رڼا کې راسره وکړه. راشه درشه راسره د اصولو په رڼا کې راسره وکړه.» 

نږدې دوه کاله پوره کیږي،چې هېڅ هېواد د اسلامي امارت سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، بانکي محدویتونه او د افغانستان شتمنۍ لاه کنګل پاتې دي. 

د افغانستان په  تړاو  لویو ناستو  کې  د اسلامي امارت استازو ته کډون نه ورکول کیږي او یوشمېر طالب مشران،خو له مخکې د سفرونو له بندیز سره مخ دي.

اسلامي امارت بیا وايي، د رسمیت پېژندلو ټول پړاوونه يې پوره کړي او  نړۍ دې يې په رسمیت وپيژني. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist