دوی وايي، که اسلامي امارت غواړي،چې یو ځل بیا د افغانستان رسمیت پيژندنې لپاره له نړۍ سره د خبرو لاره خلاصه شي،نو د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:«اوس که دوی ( اسلامي امارت) غواړي له دغو ستونزو ځان وژغوري، په لومړي قدم کې باید د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي،چې نړیوال بېرته له دوی سره د خبرو زمنیه برابره کړي،ترڅو د دوی مشروعیت په نړۍ کې تثبیت ش.»
ډېری په دې باور دي،چې له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزو د وتلو او پر نړۍ د افغانستان اوسني نظام د منلو یوازځینۍ لاره په وروستي تصمیم،چې له مخې تر نامالوم وخته د نجونونو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول له سره غور دی.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، غوښتنه یې دا ده،چې اوسنی نظام دې په دغه برخه کې د اکثریت افغان ولس غږ واوري او درناوی ورته وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« له انزوا د افغانستان وتلو لار داده،چې اسلامي امارت د افغانستان ملت د غوڅ اکثریت غږ واوري او په درنه سترګه ورته وګوري او د ملت غوښتنه داده،چې امارت باید په دغه پریکړه تجدید نظر وکړي.»
د سیاسي چارو فعال کمال ناصر اوصوي وايي، تجربې ښي،چې په انفرادي ډول د حکومت مخته وړل ستونزمن کار دی او هغه مهال دولتونه بریالي وي،چې پر کوردننه اختلاف ونه لري او له ولس مشروعیت واخلي.
هغه زیاتوي:« یو دولت هغه مهال بریالی وي،چې پر کور دننه اختلافات ونه لري او یا هم کم وي او وکولی شي،چې له ولسه مشروعیت واخلي او په نړیوال ستیج کې هم بریالی روان وي، بیا کولی شي چې ژر په رسمیت وپیژندل شي،خو په انفرادي ډول د دولت چلول مشکل کار دی او دا تجربو ثابته کړې ده.»
په ټوله کې باور دادی ،چې نجونو ته د زده کړو د اجازې ورکړه هم په معنوي لحاظ او هم له سیاسي پلوه د هېواد په ګټه ده، نجونو ته د زده کړې له اجازې سره به له یوه لوري د هېواد راتلونکی تضمین او بچیان به یې لوستي ورزول شي او له بل لوري به د نړیوالې ټولنې هغه پلمې له منځه لاړې شي،چې د رسمیت پیژندنې په برخه کې افغان حکومت ته یې نیولي دي.