کابلوف د وسله والو ډلو فعالیتونو او شتون په اړه ویلي،د اسلامي امارت مخالفې ډلې کومه خاصه جغرافیه په واک کې نه لري او نه د جنګیدو ځواک لري.
هغه زیاتوي:«حقیقت دا دی،چې طالبان د افغانستان ټوله خاوره په واک کې لري. موقت حکومت جوړ شوی دی او کار کوي. د روسیې له نظره د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې له دوی سره د سیالۍ ځواک او وړتیا نه لري.»
دغه راز کابلوف ویلي، که اسلامي امارت بین لافغاني مذاکراتو بیا پیل ته زړه ښه کړي،نو روسيه او هند چمتو دي،چې په دغه برخه کې مرسته وکړي.
کابلوف زیاتوي:«طالبانو له کلونو تجربو دا زده کړي،چې څنګه وکولی شي،چې د ستونزو لپاره حل لاره ومومي. د پراخو بین الافغاني مشورو او يا هم د لویې جرګې له لارې دغه چاره ترسره کړي.افغانان دې خپله پريکړه په خپله وکړي. که چيرې طالبان زړه ښه کړي،نو روسیه چمتو ده،چې په دې برخه کې لازمه مرسته وکړي،موږ باوري یوو،چې په دې کې به د هند رول هم اړین وي.»
اسلامي امارت تر اوسه پورې د روسیې استازي څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تحلیل کوونکي بیا وايي، زبرځواکو هېوادونو ته خپلې ګټې او سیالۍ مهمې دي او غواړي له هغو تګلارو کار واخلي،چې د دوی ګټې تضمین کوي.
د افغانستان لپاره د روسي ځانګړی استازی دغه څرګندونې داسې مهال کوي،چې اسلامي امارت وړاندې له دې ويلي ول،چې په هېواد کې ترهګرې او سخت دريځې ډلې ځپل شوي او په دې برخه کې لاهم جدي هڅې روانې دي او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي،چې افغان خاروه د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.