د راپور یوه برخه:« په روان کال کې د داعش له خوا منل شوي یا دغې ډلې ته منسوب بریدونه ۳۰ سلنه دي،چې ۶ ولایتونو کې شوي دي. په داسې حال کې چې ۲۰۲۱ کال کې داعش۱۴ ولایتونو کې ۱۲۱ بریدونه کړي ول. د داعش له خوا منل شویو بریدونو کې د روسیې پر سفارت ځانمرګی برید او د کندز ولایت په سکندر جومات کې چاودنه شامل دي.»
د پولو پر سره ناندرۍ او جګړې بله هغه موضوع ده،چې یوناما یې خپل راپور کې یې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
راپور د روان کال د اګسټ میاشتې تر نومبر میاشتې د پولو او ډیورنډ فرضي کرښې پر سر ۱۷ پيښې ثبت کړي، چې ۱۴ یې یوازې له پاکستان سره او پاتې نورې بیا له ایراني ځواکونو سره پرکرښه ترسره شوي.
د راپور یوه برخه:«د پولو پر سر تاوتریخوالی لا هم دوام لري. د ۱۷ پېښو له ډلې یوازې ۱۴ یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې پرسر شخړې دي،چې د پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د پکتیا په ډنډ پټان او د کندهار په سپین بولدک کې شوي دي. ورته مهال د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې هم نښتې شوې د ي،چې ډېری یې د نیمروز ولایت د پل ابریشم سیمه کې دي.»
د یوناما له خوا خپاره شوي راپور کې پر سیاسي، سیمه ییزو همکاریو، بشري حقونو، اقتصادي پرمختګونو او ننګونو، بشري مرستو، له نشه یې توکو سره پر مبارزه هم پراخ بحثونه شوي،خو ډېری ټېنګار په امنیتي برخه شوی دی،چې افغانستان د تیرکال پرتله ناامن بلل شوی دی.
اسلامي امارت بیا تر دې دمه دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو له دې وړاندې یې د هېواد امنیت د تیر په پرتله ښه بللی دی.