کریمي وايي،هغه څه،چې د رسمیت پیژندنې لپاره معیار بلل کیږي، اسلامي امارت پرې عمل کړی دی او اوس هېڅ داسې دلیل او شرط پاتې نه دی،چې نړۍ یې د پلمې په توګه وړاندې کړي او له افغان حکومت سره پرې تعامل ونه کړي.
کریمي زیاتوي:«اسلامي امارت د ډیپلوماسۍ په برخه کې د تعاملاتو د رامنځ ته کولو په برخه کې د رسمي روابطو د ټېنګولو په برخه کې له ټولو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره له خپل لوري وظیفه ترسره کړې او ټول هغه موارد یې تکمیل کړي دي،چې باید له افغانستان سره تعامل پیل شي، داسې منطقي دلیل او پلمه نه ده پاتې،چې له امله یې له اسلامي امارت سره روابط پیل نه شي.»
کریمي وايي، په تیرو پنځو لسیزو کې دا لومړی ځل دی،چې افغانستان د یو مرکزي نظام له لوري اداره کیږي او ټول سرحدونه یې تر کنټرول لاندې دي.
دغه راز کریمي ډاډ ورکوي،چې په افغانستان کې هېڅ داسې ترهګره ډله او تحرک ځای نه لري،چې امنیت وګواښي او له افغانستانه نړۍ ته ګواښ پیښ کړي.
هغه زیاته کړه:«دلته یو مرکزي نظام رامنځ ته شوی او په ټول هېواد کنټرول لري او د هېواد ټول سرحدونه اوقلمرو یې تر خپل کنټرول لاندې دي. دلته هېڅ نوع ډله او تحرک شتون نه لري،چې هغه ثابته نقطه ولري،فزیکي موجودیت دې ولري یا دې نورو ته ګواښ متوجه کړي او اسلامي امارت هم په دې برخه کې جدي دی،چې نورو ته د افغانستان له خاورې زیان متوجه نه شي.»
خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، وروستیو بریدونو نړۍ اندیښمنه کړې او همداراز د رسمیت پیژندنې په برخه کې د نړۍ هغه شرایط لاهم په افغانستان کې نه دي برابر شوي،چې له مخې یې نړۍ تعامل ته زړه ښه کړي.
دوی په دې باور دی،چې د بشر حقونه، د ښځو کار او د نجونو زده کړو مسله د نړیوالو هغه شرایط دي،چې لاهم ورته مثبت ځواب نه دی ویلی شوی.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«دا د ادعاو خبرې نه دي،د بیلګې په ډول که ویل کیږي،چې نړۍ ته ګواښ نشته او امنیت ده، خو نړۍ ګوري،چې دلته په سفارتونو او بهرنیانو په استوګن ځایونو باندې چاودنې کیږي،د ښځو حقوقو په برخه کې تر اوسه د نجونو ښوونځي بند دي او نه هم ښځې بېرته دندو ته راغلي دي، ترهغې چې طالبان د نړۍ دغه شرایط پوره نه کړي او اصولو ته درناوی ونه کړي،نړۍ نه افغانستان په رسمیت پیژني او نه هم ورسره تعامل کوي.»
په متحده عرب اماراتو کې د طالب چارواکو او امریکايي لوري وروستۍ لېدنې او همدا راز له د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او مخکینو افغان سیاسیونو سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرې او ناستې هغه څه دي،چې افغانانو سره یې نړۍ ته د کابل نږدې کېدو تمې پیدا کړي.
غوښتنې دا دي،چې نړیوال او ملګري ملتونه دې له بشري ناورین د ژغورلو لپاره د افغانستان سرپرست حکومت سره خبرې پيل کړي.