د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د رایو په غوڅ اکثریت په دې سازمان کې د افغانستان استازیتوب لپاره د اسلامي امارت غوښتنه رد کړله او پرېکړه یې وکړه،چې څوکۍ به له پخواني استازي نصیر احمد فایق سره وي.

دغه راز ملګرو ملتونو د اسلامي امارت تر څنګ د برما د نظامي حکومت او د لیبیا په ختیځ کې مخالف حکومت غوښتنې هم رد کړله.

د دغې ۱۹۳ کسیزه اسامبلۍ غړو ته دا وړاندیز د ملګرو ملتونو باور لیکونو کمیټې له خوا شوی وه،چې ټولو غړو یې د ځنډیدو لپاره مثبته رایه ورکړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د باور لیکونو کمیټې مشرې او د ګیانا استازې کارولین برکیټ ویلي:« د باور لیکونو کمیټې پرېکړه کړې ده،چې د طالبانو، میانمار او لیبیا حکومتونو له خوا د ملګرو ملتونو استازولیو ته د دوی د نوي استازي باورلیک منلو په اړه هماغسې ځنډیدلې وساتي.»

د سیاسی چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې ملګرو ملتونو د خپلو اصولو په خلاف او د امریکا په فرمایش پریکړه کړې او اسلامي امارت ته یې دا څوکۍ نه ده ورکړې.

دوی وایي، اسلامي امارت اوس د دې وړتیا لري،چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې له نړۍ سره تعاملات وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« له بل اړخه د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د امریکا تر فشار لاندې داسې پرېکړې نیسي،چې د نړیوالو قوانینو او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو قوانینو خلاف دي. موږ پر دې باوري یو،چې ډېر ژر به نړۍ پر دې حقیقت پوه شي، چې د افغانستان په جغرافیه کې یو نظام په نوم د اسلامي امارت دی،چې کولی شي، د افغانستان د ملت استازیتوب وکړي.»

اخوا یو شمېرر نور بیا په دې باور دي،چې د ملګرو متلونو دایمي استازي څوکۍ او رسمیت پیژندنه د اسلامي امارت کړنو او پریکړو پورې تړلې موضوع ده او اړتیا ده،چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې شرایط ومني.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسنی دایمي استازی د تېر حکومت استازی نصیر احمد فایق دی،چې د عمومي اسامبلۍ د پریکړې له مخې به لا هم پر خپل ځای وي.

د ملګرو ملتونو دا پریکړه د عمومي اسامبلۍ د ۷۷یمې ناستې تر پایه به د باور وړ وي،چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر سیپټمبر میاشتې پورې به دوام کوي.

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو لپاره سهیل شاهین د دایمي استازي په توګه ټاکلی دی،چې لاهم د ملګرو ملتونو له لورې نه دی منل شوی.