Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: پر ښځو د کار بنديز به بشري مرستې او د ملکرو ملتونو اړوند ادارو کار اغیزمن کړي

General view of a moment of silence for former U.S. Secretary of State Madeleine Albright during the United Nations Security Council meeting, amid Russia's invasion of Ukraine, at the United Nations Headquarters in New York City, New York, U.S., March 23, 2022. REUTERS/Mike Segar REFILE - CORRECTING MEETING

ملګرو ملتونو د پکتیکا زلزله ځپلو لپاره ۷۰۰  بابه  نوي جوړ شوي کورونه رسما پرانېستل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/17

د پکتیکا ولایت په برمل او ګیان او  د  خوست و لایت سپیرې ولسوالیو کې د شپږ میاشتې مخکې زلزله ځپلو لپاره د ملګرو ملتونو کډوالۍ سترې کمیشنرۍ له لوري ۷۰۰  نوي جوړ شوي کورونه پرون  رسما پرانېستل شول.

یاده کمېشنري په پام کې لري،چې د دې خلکو لپاره ټولټال ۱۳۰۰ کورونه جوړي کړي،چې پر پاتې ۶۰۰ یې برمل او سپیرې ولسوالیو کې کارونه روان دي.

د دغو کورنو د پرانیستې لپاره د یوناما مرستیال رامز الکبروف او افغانستان کې د قزاقستان سفیر هم ورغلي وو.

الکبروف وايي:« موږ دلته د برمل خلکو لپاره رغلو، تر څو په سخت وخت کې یې لاسینوی وکړو. دې خلکو سره عدالت نه و پلی شوی، روغتیايي خدمات یې نه درلودل، ښوونځي یې نه ول، کاري فرصتونه یې نه درلودل،خو اوس زموږ د کډوالو ادارې دا ټول چمتو کړي دي.» 

د دغو کورنو د جوړلو طرحه د ځایي اوسېدونکو سره له سلا مشورو وروسته عملي شوې،چې په کې دوه خونې، یو تشناب، یو پخلنځۍ او په بخاریو او لمریزې برښنا سمبال کورونه دي.

د دغو کورونو برخه کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې سره د بریتانیا، امریکا او اروپایي ټولنې غړو هېوادونو په ګډون ټولو لسو هېوادونو مالي مرستې کړي دي.

افغانستنان کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې استازی لیونارډ زولو وايي:« کله چې موږ دلته په لومړي ځل جون میاشت کې راغلو، هرڅه ړنګ ول. موږ د سیمې له اوسېدونکو مننه کوو،چې دومره زغم یې وکړ او اوس دا دی،سیمه کې ډېر پرمختګ راغلی دی. ټولې نړۍ د دې کلي درد احساس کړی دی او ژر تر ژره یې خپلې مرستې وکړې.» 

لیونارډ زولو ویلي، د پکتیکا برمل او ګیان ولسوالۍ اوس د کډوالۍ ادارې په هغه پرواګرام کې ملاتړ ورکړل شوی،چې د بېرته راستنیدونکو د ادغام او بېرته راګرځېدا لپاره سیمې په نښه کوي. 

دا اداره په پام کې لري،چې د دې ولسوالیو په کلیو کې سړکونه ورغوي، د څښاک اوبو لپاره څاه ګانې جوړې کړي، د سېلابونو اوبو زیرمې جوړې کړي او راتلونکي کال کې روغتیايي مرکزونه هم د دې ادارې په پلانونو کې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist