د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« په ټوله کې حالتو ته،چې ګورو نړۍ له طالبانو سره تعامل ته نږدې شوې او داسې ښکاري،چې طالبان هم د نړۍ شرایطو ته غاړه کیږدي او څه تغیرات رامنځ ته شي،چې ښځې به بېرته ټولنیز ژوند ته راشي.»
ځینې بیا د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ وروستی سفر او په متحده عرب اماراتو کې له افغان چارواکو او پخوانیو سیاسیونو سره یې لیدنې په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کولو هڅې یادوي.
دغه راز دوی وايي، اوس باید ټول هغه خنډونه له منځه ولاړ شي،چې د افغانستان رسمیت پيژندنې پر وړاندې پراته دي.
د سیاسي چارو کارپوه عبدالرشید ایوبي وايي:«منځنۍ اسیا ته د توماس وېسټ سفرونه او د طالبانو مشرانو او نورو سیاسي څیرو سره لیدنې،دا په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه نظام د جوړېدو لپاره هڅې دي،چې کیږي او په دې تړاو به په ازبکستان کې د ملي ډیالوګ په نوم ناسته جوړه شي،چې د جمهوریت مهال مشران او طالب مشران به هم په کې حضور ولري او د نړیوالې رسمیت پيژندنې پر وړاندې،چې کوم خنډونه دي باید له منځه یوړل شي.»
سیاسي فعال کمال ناصر اصولي بیا په دې اند دی،چې په انفرادي ډول د حکومت مخکې وړل ستونزمن کار دی او تیرو تجربو هم ښودلې،چې په یوازې ځان هېڅ هم نه کیږي،خو اوسنی وضیعت له بل هر وخت غوره ده او ټول هېواد د یوه مرکزي نظام تر کنټرول لاندې دی.
اصولي وایي، غوښتنه یې دا ده،چې باید کورنی مشروعیت ترلاسه شي،چې پر اساس یې افغان حکومت نور هم د نړیوال مشروعیت پر لور ګامونه ګړندي کړي.
هغه زیاته کړه:« په انفرادي ډول د دولت چلول مشکل کار دی،تجربو ښودلې،چې خلق او پرچم ګوندونه هم په دغه برخه کې ناکام ول او پخواني مجاهدین هم همداسې روان ول،چې کورنیو جګړو ته یې لاره خلاصه کړه،خو اوسنی حالت غوره دی، له هغه حالتونو، ټول افغانستان د یوه سرپرست دولت تر چتر لاندې دی،خو اړتیا لېدل کېږي،چې موږ داخلي مشروعیت ترلاسه کړو،چې پرمټ یې نړۍ هم موږ وپيژني.»
په ټوله کې کابل له ګاونډیو او سیمې هېوادونه سره غیر رسمي نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري او د دې تر څنګ ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه هم په کابل کې سیاسي دفترونه لري،چې ورسره لاهم د افغانستان د رسمیت پیژندنې هېلې ژوندۍ دي.