Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 کارپوهان: د  امریکا او افغان حکومت ترمنځ واټن د رالنډېدو په حال کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/13

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي،چې دافغانستان د اوسني نظام او نړۍ ترمنځ  واټن د رالنډېدو په حال کې دی او افغانستان د خپل نړیوال حیثیت ترلاسه کولو پر لور ګامونه اخلي.

دوی وايي، د افغانستان لپاره د سیمې هېوادونو ته د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سفرونه ، افغان لوړپوړو چارواکو سره لېدنې او وروستۍ څرګندونې د دې ښکارندوي کوي،چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې د ټینګښت په حال کې دي او دافغانستان اوسنی نظام نړیوالې رسمیت پیژندنې ته نږدې شوی دی .

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د طالب چارواکو وروستي سفرونه او د امریکایانو ځينې څرګندونې او د توماس وېسټ سفرونه د دې ښکاروندوي کوي،چې د طالبانو او امریکا ترمنځ واټن نږدې شوی دی او بو بل ته شینه څراغونه ښي او اړیکې نږدې کیږي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندنې دروازې د خلاصېدو په حال کې دي.» 

ځینې نور بیا وايي،  د نړۍ امنیت اوس افغانستان پورې تړلی دی او نړیوال اړتیا لري،چې له اسلامي امارت سره د خبرو لاره هواره کړي او سیاسي تعامل غوره کړي.  

دغه راز دوی په د ې باور دي،چې  د افغانستان له اوسني نظام سره له تعامل پرته نړۍ بله لار نه لري.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار  وايي:« نړۍ اړتیا لري،چې له افغانستان سره  د خبرو اترو لاره خلاصه کړي، ځکه چې د نړۍ امنیت د افغانستان له امنیت سره نغښتی دی، له متحده عرب اماراتو د ملي  دفاع وزارت سرپرست مولوي  محمد یعقوب مجاهد لېدنه او بیا له توماس وېسټ سره لېدنې دا څرګندوي، چې نړۍ غواړي له افغانستان سره د تعامل لاره هواره کړي او له دې پرته بله هېڅ لاره نشته  ده.» 

خو پخواني چارواکي بیا وايي، د افغانستان  د اوسنيو چارواکو، پخوانیو سیاسیونو او نړیوالې ټولنې د مهمو چارواکو سفرونه د افغانستان غوښتنه ده او اوسنی سیاسي حالت به ښه لوري ته لاړ شي. 

په پارلماني چارو کې د جمهوریت مهال وزیر فاروق وردک وايي،اسلامي امارت مکلف دی،چې په خپلو خبرو او  دریځونو کې د افغانستان عیني واقیعتونه په پام کې ونیسي اوعملي یې کړي. 

هغه زیاتوي:«  هغه که د افغانستان د اسلامي امارت ، سیاسي قشر لېدنې دي، که د افغان ولس غږونه چې اورو یې او که د بین المللي ټولنې د مسوولینو کتنې  دي، دا د افغانستان د عیني واقیعتونو غوښتنه ده.  په دې شک نشته ده،چې سیاسي حالات به ښه لور ته ځي. د بین المللي ټولنې له ځينو مهمو عناصرو سره د افغانستان د اسلامي امارت غیر مريي اما موجود تعامل اوس هم شته دی. اسلامي امارت مکلف دی،چې د افغانستان د ولس تقاضاء په نظر کې ونیسي، د افغانستان عیني واقیعتونه په نظر کې ونیسي  اوهغه په خپلو خبرو او عمل کې یې منعکس کړي.» 

له هغې وروسته،چې  د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او پخواني ولسمشر حامد کرزي متحده عرب اماراتو ته سفرونه وکړل او هلته یې د دغه هېواد چارواکو ترڅنګ یې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره یې لیدنې درلودې،افغانانو سره هیلې پيدا شوي،چې افغانستان به  له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا ووځي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist