Skip to content
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اناکین هویټفیک د سولې نوبل جایزې په ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، له افغان وګړو سره خپلو مرستو او له سرپرست حکومت سره به خپل تعامل ته دوام ورکړي.
هویټفیک ویلي، اسلامي امارت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی،خو پر وینا یې له خبرو اترو پرته بله لار نه شته دی.
دغه راز هويټفیک زیاته کړې،د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکوي او د افغانستان په ټولو برخو کې مرستندویه کارکوونکو ته د لاسرسي زمینه برابروي.
اخوا بیا په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ستر کمېشنر فلیپو ګراندي ویلي،چې شپږ نیم میلیونه افغانان، د پناه غوښتونکو، کډوالو او یا هم د کورنیو بې ځایه شویو په توګه له دوی سره ثبت شوي دي.
ګراندي ویلي، د اسلامي امارت له لورې وروستۍ پرېکړې،چې تر ډېره یې د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي،د اندېښنې وړ دي، خو له تعامل پرته بله لاره نه لري.
اسلامي امارت بیا د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ له دغه دریځه هرکلی کړی دی او تعامل یې د ستونزو د حل لپاره یوازینۍ لاره بللې ده.