Skip to content
د ایران پلازمنه تهران کې د کډوالو په اړه جوړه شوې ناسته کې د ملګرو ملتونو،پاکستان او افغان حکومت استازو د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.
له افغانستانه په دې ناسته کې د اسلامي امارت حکومت د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال ارسلا خان خروټي ګډون کړی وه.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي بیا ویلي، تمه لري،چې په افغانستان کې د خلکو سیاسي ارادې پر بنسټ سرپرست حکومت خواره واره افغانان کډوال سره راټول کړی شي.
د ملګرو ملتو د لومړنیو شمېرو له مخې، د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې تر ۵۰۰ زره افغانان یوازې ایران ته تللي، خو ایران بیا دا شمېر یو میلیون ښيي.
دغه راز پاکستان ته هم په دې موده کې شااوخوا ۲۵۰ زره نور افغانان ور کډوال شوي دي،چې د ایران په څېر هلته هم د امنیتي ځواکونو لخوا له افغانانو سره د ناوړه چلن ډېرېدو ته اندېښنې ښودل کېږي.
په دې وروستیو کې د ایران او ترکیې په ګډون ځینې هېوادونه په اجباري ډول افغان کډوال له خپلې خاوري شړي او تاوترېخوالی ورسره زیات شوی دی.