Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د لادرکه شوي عرب ژورنالیست په اړه اندیښنه ښودلې

یوناما: اسلامي امارت دې د بشر حقونو نړیوال منشور ته درناوی وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/11

د ډیسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده،چې له افغانستانه په کې د عزت، آزادۍ او عدالت ټینګښت غوښتنه شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د بشري حقونو نړیوالې ادارې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه ویلي، افغانستان ۷۵ کاله مخکې د نړۍ یو له ۴۸ هېوادونو ول،چې د بشري حقونو نړیوال منشور ته یې رایه ورکړې او لاسلیک کړی یې دی.

یوناما په دغه خبرپاڼه کې له اسلامي امارته غوښتي دي، چې د منشور پر ژمنو دې عمل وکړي.

یوناما که څه هم افغانستان کې د بشري حقونو له وضعیت پوره راضي نه ښکاري،خو د اسلامی امارت له لوري د تېر حکومت چارواکو په ګډون ټولو ته عمومي عفوې  اعلان او د ښځو حقونونو خوندیتابه برخه کې د فرمان صادرولو ستاینه کوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د تېرحکومت چارواکو او پوځیانو ته عمومې عفوه، د ښځو حقونو او زندانیانو سره د چلند فرمانونه، د رسنیو آزادۍ څخه د سرغړنې د شکایتونو څیړلو ځانګړي کمیسیون تشکیل د افغانستان اوسنیو حاکمانو له لوري د بشري حقونو ساتنې برخه کې مثبت اقدامات دي.» 

د تل په څېر، یوناما یو ځل بیا ویلي،چې د تېر کال له تحول راوروسته افغانستان کې د زده کړو او کار برخو کې د ښځو او نجونو حقونه په جدي توګه محدود شوي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،چې  پر ښځو او انجونو لګیدلي محدودیتونه دغه قشر لا کمزوری کوي. 

د خبرپاڼې یوه برخه:« یوناما په افغانستان کې  د چارواکو له خوا د صحرایي محکمو، شکنجو او ناسم چلن او زنداني کولو قضیې هم مستند کړي دي.موږ له اوسنیو حاکمانو غواړو،چې په دې برخو کې بې پرې او رڼې څیړنې وکړي او عاملین عدالت ته راکاږي.» 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (یوناما)داسې مهال د افغانانو پر بشري وضعیت اندېښنه ښیي،چې اسلامي امارت په کراتو دغو حقونو ته خپله ژمنتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې ټول افغانان د شریعت په رڼا کې له خپلو حقونو برخمن دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist