Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د روڼتیا نړیوال سازمان: افغانستان لاهم د نړۍ اوو مفسدو هېوادونو لیست کې ځای لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/11

 د روڼتيا نړيوال سازمان موندنې ښیې،چې افغانستان لاهم د نړۍ د اوو مفسدو هېوادونو له په نوملړ کې ځای لري.

 

ياد سازمان د نړې د ۱۸۰  هېوادونو لیست خپور کړی دی،چې افغانستان په کې اووم ځاې لري.

د روڼتيا نړيوال سازمان د راپور یوه برخه:«د نړۍ په ۱۸۰ هېواونو کې افغانستان د فساد په کچه اووم هېواد دی. سويلي سوډان د دې لیست په سر کې دی او په ادارې فساد کې لومړی ځای لري. ډنمارک بیا د نړۍ پر کچه له فساد پاک هېواد دی.» 

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا د فساد پرضد شوې مبارزه ناکامه بولي او زیاتوي،چې تر اوسه پورې  دولتي ادارې له فساد نه دې پاکې شوي. 

دوی د فساد د مخنيوي لپاره د حکومت په اډانه کې د بې پرې ادارې رامنځته کول اوسنۍ اړتيا يادوي، تر څو وکولی شي، د هغو خلکو پر وړاندې جدي اقدام او څار وکړي،چې په فساد کې ښکيل دي. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا د روڼيتا نړیوال سازمان ارزونې ناسمي او له واقيعته لري بللي دي.

کریمي له  شمشاد سره په خبرو کې ويلي،په ټولو  ادارو کې د فساد مخنیوی شوی او په ادارو کې یې ژور اصلاحات راوستي دي.

هغه زیاته کړې:« اوس په افغانستان کې امنيت سوله او ثبات راغلی دی او د فساد په نوم شومه پدیده په هېواد کې له منځه وړل شوې ده. البته په کوم ځا\ی کې چې شواهد او اسناد شتون ولري،د مخنيوي لپاره یې هڅې روانې دي او عاملين يې تعقيب کيږي. متاسفانه اداري فساد د اشغال تر چتر لاندې تیره اداره کې جرړې کړې وې. په هېواد کې د اسلامي نظام په راتګ سره د دې شومې پدیدې مخه نيول شوې ده او په ټولو ادارو کې روڼتيا رامنځته شوې ده او د فساد په اړه شوې ادعاوې ناسمي او پروپاګند دي.»

د روڼتيا نړيوال سازمان د تیر کال د موندنو په پرتله سږ کال افغانستان د روڼیتا په لور درې قدمه مخکې تللی.

تمې دادي،که د فساد پر ضد جدي مبارزه وشي، لیرې نه ده،چې افغانستان د مفسدو هېوادونو له لیسته ووځې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist