Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره لېدنه کړې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/08

له هغې وروسته چې د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد متحد عرب اماراتو ته سفر وکړ، نو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ هم له هند  متحده عرب اماراتو  ته ورغی او اوس یې له دغه لوړپوړي افغان چارواکي سره لېدلي دي.

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی  دی،چې په دغه لېدنه کې د افغانستان پر مسایلو بحثونه او خبرې شوې دي او افغان لوري  وېست ته د افغانستان دخوندیتوب ډاډ ورکړی دی. 

د ملي دفاع وزارت سرپرست په دغه لېدنه کې ډاډ ورکړی،چې دافغانستان ټولې پولې خوندي دي او د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پیښ نه شي. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، که  امریکا پر خپلو کړوژمنو عمل وکړي،پر افغانستان لګیدلي بندیزونه لرې کړي، د افغانانو پیسې له کنګل وباسي او همداراز رسمي سیاسي اړیکو ټینګښت لپاره لار هواره کړي .

کریمي زیاتوي:«  مهمه داده،چې امریکا باید خپلو ژمنو ته ورسیږي او عملي یې کړي، تحریمات لرې کړي، د افغانانو پیسې باید ازادې شي، د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره چې په متقابل درناوي باندې ولاړې وي لار هواره کړي او  د افغانستان مسایل خپله افغانانو ته پریږدي،ځکه اوس په افغانستان کې مرکزي حکومت راغلی او د هېواد په ټول قلم رو باندې حاکمیت لري .» 

 د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي، له امریکايي استازي سره د ملي دفاع وزارت سرپرست لېدنه له نړۍ سره د اړیکو دټینګښت لپاره مهمه او ستر ګام دی او دغسې لېدنې او عملي ګامونه کولی شي،چې افغانستان له نړیوالې اقتصادي او سیاسي انزوا وژغوري. 

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی هاتف مختار  وايي:« د مولوي یعقوب سفر متحده عرب اماراتو ته او بیا یې د اماراتو له مسولینو سره لېدنه د افغانستان د ملي منافع په رڼا کې یو ستر قدم دی او اوس افغانستان د سیمې د خبرو اترو په محراق کې قرار لري او له توماس وېست سره د مولوي یعقوب لېدنه موږ دې نتیجې ته رسوي،چې افغانستان نور له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا نه وځي .» 

 د سیاسي چارو  تحلیل کوونکی عزیزالدین معارج بیا د مولوي یعقوب مجاهد او توماس ویسټ لېدنه له دې امله مهمه یادوي،چې دواړه چارواکي د افغانستان په چارو کې اغیزمن او صلاحیت لرونکي دي. 

معارج وايي، دغه ډول لېدنې د افغانستان  د سیاسي برخلیک لپاره ګټورې دي او باید جزئیات یې له افغانانو سره شریک شي. 

معارج زیاتوي:«  د امریکا ځانګړي استازي توماست ویسټ او د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر  لېده کاته ځانګړی اهمیت لري،ځکه دواړه د افغانستان په چارو کې اغیزمن کسان دي،چې ان د برخلیک ټاکلو رول هم لوبولی شي.داچې دوی پر کومو موضوعاتو خبرې کړي دي،دواړه باید راشي  د مطبوعاتو له لارې افغانانو سره یې شریکې کړي دا ډول لېدنې ګټورې تمامېدای شي.» 

د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره له لیدنې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست په متحده عرب اماراتو کې له  میشتو افغانانو  سربې ره د دغه هېواد له لومړي وزیر او د دوبۍ له امیر سره هم لېدنې درلودې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist