Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

ویسټ: افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو پيل پرسر نړیواله اجماع شتون لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/07

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ،چې دا مهال د افغانستان پر مسایلو د خبرو لپاره د سیمې په سفر راوتلی دی، د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا  مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې  د بین الافغاني خبرو پر اړتیا خبرې کړي دي.

توماس ویسټ ویلي، په افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه نړیواله اجماع هم شته او افغانان یې باید رهبري وکړي.

ویسټ زیاته کړې:« د افغانانو تر منځ د ملي سیاسي ډیالوګ د بېړنۍ اړتیا په اړه مې له ډاکټر عبدالله  عبدالله سره وکتل. نړیواله ټولنه کې د دې اړتیا په اړه اجماع شتون لري،چې افغانان یې باید رهبري وکړي او  یو ډول شکل ورکړي.» 

د اسلامي امارت او امریکا له هوکړې وروسته، بین الافغاني خبرې چې د قطر په میز روانې وې کومه پایله یې نه درلوده.

دا خبرې،چې د واک پر سر د اسلامي امارت او تیر نظام ترمنځ خورا جنجالي وې، د افغانستان لپاره د امریکا مخکینی استازی زلمی خلیلزاد هم بریالی نه شو،چې دا خبرې تر بریا ورسوي.

اوس چې تیر نظام پرځېدلی او اسلامي‌امارت واک ته رسیدلی،د افغانستان لپاره د امریکا نوی استازی هم د زلمي خلیلزاد په شان له افغان شخصیتونو سربېره له هغو هېوادونو سره پر خبرو بوخت دی،چې د افغانستان په مسله کې ښکیل دي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا د ویسټ ماموریت ته هم د شک پر سترګه ګوري.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عبدالحکیم روان وايي:« دا چې د خبرو اترو لپاره څوک راځي، په دې کې شک نه شته دی،چې د افغانستان د مسایلو د حل او فصل د لېدونو او خبرو اترو له لارې ممکن دی او پر زور باندې نه کېږي. زور افغانستان وران کړی دی،که طالبان زور کوي او یا هم نور زور کوي، له هغې خیر نه جوړېږي.» 

د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد بیا په دې باور دی، که بین الافغاني خبرو پایله ورکړې وای افغانستان به اوس په  نړیواله انزوا کې نه وه.

 شېرزاد وايي، بین الافغاني مذاکراتو کې د نظام ډول، د واک وېش او د تیر شل کلن بهیر لاسته راوړنې د مذاکراتي ډلو اختلافي مسایل وو.

دغه راز د  شېرزاد  ټینګار دادی،چې د افغانستان قضیه باید د خبرو اترو په چوکاټ کې حل شي.

هغه زیاته کړه:« دوی باید وهڅول شي، چې خبرو ته کېني نه جنګ ته. زه دا د افغانستان پر ګټه بولم او نړیوال باید د  افغانستان مسلې په حل کې له افغانانو سره همکاري وکړي،چې د بین الافغاني ډیالوګ او تفاهم پر اساس دا مسله حل شي، نه د جنګ او جګړې له لارې.» 

د بین الافغاني خبرو په اړتیا او پیل یې داسې مهال ټینګار کېږي،چې د اسلامي امارت یو پلاوی دوبۍ او پخوانی ولسمشر المان ته روان شو. اوس به ولېدل شي،چې د  اسلامي امارت  تر واک  لاندې دا مذاکرات په کوم اساس پیل کیږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist