Skip to content
د ملګرو ملتونو کډوالۍ سترې کمیشنرۍ ویلي، په افغانستان کې له تېر ۲۰۲۱ کال راهیسې ټولنې د داخلي بې ځایه شویو د بېرته جذب له لوړ شمېر سره مخ دي.
یاده کمېشنرۍ زیاتوي،چې له تېر کال راهیسې ټول یو اعشاریه ۲۳ میلیونه دغه کډوال بېرته کورونو ته ګرځیدلي دي.
د یادې کمېشنرۍ د مالوماتو پر بنسټ یوازې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ۲۱۱ زره داخلي بې ځایه شوي افغانان خپلو سیمو ته ګرځیدلي دي.
د ملګرو ملتونو کډوالۍ سترې کمیشنرۍ او پراختیایي پروګرام افغانستان کې ۸۰ هغه سیمې،چې دغه کډوال بېرته جذب کوي، د جذب او بېرته ادغام لومړیتوب سیمو په نومونو نومولي،چې مالي او اقتصادي ملاتړ یې کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشرعبداله الدرداري وايي:« د ملګرو ملتونو کډوالۍ ستره کمیشنري او پراختیایي پروګرام پر ګډه د هغو ټولنو او سېمو ملاتړ کوي،چې د نفوس په باثبات ساتلو کې او د راتلونکې کډوالۍ مخنیوي کې ونډه لري. دواړه ادارې له افغانانو سره په پړاوییز ډول داسې مرستې کوي،چې د بشري ناورین تر پراخیتایي پړاوه دي.»
د ملګرو ملتونو دې دواړو اداره دا ګډ پروګرام په ۲۰۱۹ زېدیزکال کې پیل شوی او شمشاد ته یې په رالیږلو مالوماتو کې ښکاري،چې د افغانستان پر کچه په ټاکلو ۸۰ سېمو کې له ۱۹ اعشاریه ۲ میلیونه خلکو سره روغتیایي، اقتصادي، مالي، زده کړیزې او نورې مرستې کوي.
یوازې سږ کال په ټاکلو شویو ۸۰ سېمو کې ۲ اعشاریه ۷ میلیونو خلک د ملګرو ملتونو کډوالۍ سترې کمیشنرۍ له مرستو برخمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو کډوالۍ سترې کمیشنرۍ سږنۍ مرستې بیا داسې وې.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام:« د ۶ اعشاریه ۴ میلیونه افغانانو،ملاریا، ایډز او توبرکلوز ټیسټونه شوي، ۵۶۰ زرو کورنیو ته کاري زمینې برابرې شوي.۳۰۰ زره کسانو پرمختللې انرژۍ ته لاسرسۍ موندلی، ۱۶۵ زره خلکو ته د ناچاودو توکو په اړه عامه پوهاوی شوی دی، د ښځو پر مشرۍ د ۳۴ زره سوداګریو مالي او تخنیکي ملاتړ شوی او ۱۳ زره ۸۳۰ کسانو ته له قید او شرط پرته پورونه ورکړل شوي دي.»
دغه ادارې وایي،د تېر کال له سیاسي تحول راوروسته سم امنیتي وضعیت ټولو سیمو ته د دوی لاسرسۍ ممکن کړی،خو ۲۴ میلیونه خلک لا هم بېړنیو او ژوند ژغورنکو مرستو ته اړتیا لري،چې دا شمېر به د کډوالو جذبونکو ټولنو وضعیت لا پسې سخت کړي.
ملګرو ملتونو ژمنه کړې،چې افغانستان کې د میشتو ټولو بشري ادارو سره به پر ګډه کار کوي،چې باثباته ټولنې رامنځته او د بشري ناورین ګواښونه راکم کړي.