د اورګوړ درې اوسېدونکي د روغتیا، زده کړو او ځېنو نورو برخو کې د جدي ستونزو یادونه کوي او وایي،تیر جمهوري نظام کې له پامه غورځول شوي ول او اسلامي امارت دې شته ستونزې ورته هوارې کړي.
د اورګوړ درې یو تن اوسېدونکی وايي:« دې سیمې ته په یوه دولت کې هم پاملرنه نه ده شوې، نه په جمهوریت او نه هم په اسلامي امارت کې. غوښتنه مو دا ده،چې خدمت ورته وشي.»
د جاني خېلو ولسوالۍ اورګوړ درې اوسېدونکي همدا راز د ښوونځي ودانۍ د نیمګړو چارو بشپړیدو، د سړک او یو پل د جوړیدو او د کاریزونو او استنادي دیوالونو برخه کې د کار غوښتنه کوي.
د اورګوړ درې یو تن اوسېدونکی وايي:« دا د ښوونځي دیوال دی، کله چې اوبه ډېرې شي، دا وړي. لومړۍ اړتیا مو دا ده،چې دې ته توجه وشي. »
اخوا د یاد ولایت اطلاعاتو او کولتور ریاست مشر ثواب جان اسلام یار،چې د اورګوړ درې اوسېدونکی دی،د دغې سیمې د خلکو ستونزې مني او د اسلامي امارت له مشرانو یې د هواري غوښتنه کوي.
هغه زیاته کړه:« دوی ( د اورګوړ درې اوسېدونکو) ته د بیارغونې، روغتیا او زده کړو برخو کې خدمتونه نه دي شوي. موږ د اسلامي امارت له درنو مشرانو غواړو،چې همدې ولسونو ته هغه خدمات وړاندې کړي،کوم چې د دوی لپاره اړین دي.»
اورګوړ دره د جاني خیلو ولسوالۍ له مرکز او له څمکنیو په لیرې واټن کې پرته ده،چې شااوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ په کې ژوند کوي او روغتیایي ستونزو یې تر نورو ډېرې دي او ډېری وخت یې بېړني ناروغان پر وخت تر روغتونونو نه رسیږي.