د متحده عرب اماراتو ته د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ملوي محمد یعقوب مجاهد او د پخواني ولسمشر حامد کرزي هم مهاله سفرونو تمې پیدا کړي،چې ښايي د افغانستان په تړاو بحثونه وشي .
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،کرزی به په متحده عرب اماراتو کې له پخوانیو مطرحو څیرو سره وګوري او د اسلامي امارت د چارواکو ترڅنګ به د هغو هیوادونو استازي هم متحده عرب اماراتو ته ولاړ شي،چې په افغانستان کې خپل اغیز لري.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« ظاهرآ خو د حامد کرزي سفر دوبۍ او المان ته د درملنې لپاره ده، خو دا جوته ده،چې دی به څه دنده هم لري. پخوانیو مطرحو کسانو سره به په دوبۍ کې ګوري او د منځګړي بڼه به ولري. په دې مسله کې د طالبانو چارواکي هم راځي او د هغو هېوادونو استازي چې په افغانستان کې اثرات لري،هغه به هم سره ګوري،په ټوله کې به د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه بحث کیږي.»
خو پخواني ولسمشر حامدکرزي ته نږدې څيره شهزاده مسعود بیا وايي، د کرزي د سفر یوازینی هدف درملنه ده،چې المان هېواد ته پر لاره دی،خو د دغه هېواد د وېزې ترلاسه کولو لپاره به درې ورځې په متحده عرب اماراتو کې وي.
مسعود وايي،که په متحده عرب اماراتو کې میشت افغانان وغواړي،چې له کرزي سره وګوري،نو په دې برخه کې کومه ستونزه نشته او پخوانی ولسمشر به ورسره لېدنه وکړي .
مسعود زیاتوي:« د حامد کرزي له تګ وروسته د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم سفر درلود،خو د دې سفرونو منځ کې کومه همغغږي نه وه موجوده. دا ښه خبره ده،چې د سیمې هېوادونو سره د باور فضا نوره هم زیاته شي،که پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په متحده عرب اماراتو کې که افغانان وغواړي،چې ورسره وګوري،د ده له طرفه به کوم ممانعت نه وي او طبیعي خبره ده، چې دی به ورسره ګوري،خو اساسي خبره داده،چې دی به د درملنې لپاره المان ته لاړشي.»
ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي بیا وايي،متحده عرب اماراتو ته د ملي دفاع د سرپرست وزیر موخه هلته له میشتو افغانانو سره لېدنه او د متحده عرب اماراتو له چارواکو سره خبرې دي.
خوارزمي زیاتوي:« د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد تیره ورځ د یوه حکومت پلاوي پر مشرۍ متحده عرب اماراتو ته ولاړ. د ملي دفاع وزارت سرپرست به په دې سفر کې د متحده عرب امارتو له مشرانو او په دغه هېواد کې له میشتو افغانانو سره ورګوري.»
انګیرنې بیا دادي،چې په متحده عرب اماراتو ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست تګ او بیا په دغه هېواد کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي درې ورځې پاتې کیدل او همدا راز له هند وروسته متحده عرب اماراتو ته د امریکا ځانګړي استازي راتګ هغه څه دي،چې له نړۍ او بهرمیشتو افغانانو سره یې د خبرو د پیل تمې پیدا کړي دي.