په کابل کې یو شمېر معلول وګړي وایي، دولت ورته له میاشتو میاشتو انتظار وروسته بیا هم د معلولیت امتیازات نه دي ورکړي.
محمد چې لس کاله وړاندې یې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یې د ماین چاودنه کې دواړه لاسونه او پښې پرې شوي وایي، ژوند یې له کړاونو ډک دی او د ګاونډیانو په راوړو خیراتونو ژوند تیروي.
پنځهدېرش کلن محمد وایي، وړاندې به یې د معلولیت څه اندازه امتیازات ورکول کیدل، خو اوس له میاشتو ځنډ وروسته هم نه ورکول کیږي.
هغه زیاتوي:«له نن څخه نږدې ۱۰ کاله وړاندې مې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دنده لرله، د ماین چاودنې له امله مې دواړه لاسونه او پښې له لاسه ورکړې. زمان خان کلا سیمه کې راسره ګاونډیانو زیاته مرسته کوله. زه په کور کې اوه کسان لرم. مېرمنه، بچیان،مور او پلار او یو کوچنی ورور مې راسره دي.»
محمد وايي،ځینو خیریه بنسټونو ورسره د مرستو ژمنې کړي،خو کال تیریږي چې تراوسه ورسره کومه مرسته نه ده شوې.
ورته مهال د معلولینو ټولنه غړي وايي، له دوی سره په یاده ټولنه کې په زرګونه معلول شتون لري،چې له میاشتو یې خپل حقونه او امتیازات نه دي اخېستي او له ګڼو اقتصادي ستونزو کړیږي.
د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل بیا وایي، یاد وزارت سره تر دې دمه تر یو سلو پنځوس زره کونډې،معلولین او یتیمان ثبت شوي،چې په لړ کې یې څه باندې ۱۲۰ زرو کسانو ته د شپږو میاشتو او کلني امتیازات ورکړل شوي او دغه راز یې یو شمیر معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
فیصل زیاتوي:« د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې دمه د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې ۱۵۰ زره معلولیت لرونکي وګړي ثبت کړي دي،چې له هغې ډلې ۱۲۰ زرو معلولینو ته د روان کال د شپږو میاشتو او ځینو نورو ته یې د پوره کال مرستې او میاشتنۍ نغدي ورکړي دي. دغه راز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ځینو ادارو د تشکیلاتو په چوکات کې یو شمېر معلولین په رسمي ډول پر دندو بوخت دي او ځنیو نورو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې ده.»
وړمه ورځ د لیندۍ دیارلسمه د معلولینو نړیواله ورځ داسې مهال افغانستان کې ونمانځل شوه،چې د سره صلیب د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان دا مهال یواعشاریه پنځه میلیونه معلولین لري او ډېری یې د نورو مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري،چې په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې.