Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړیوالو افغانستان کې د اسلامي حدودو تطبیق ته غبرګون ښودلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/28

اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او بریتانیا په افغانستان کې د اسلامي حدودو تطبیق ته غبرګونونه ښودلي دي. 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي، له هغې وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی، په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې جدي شاتګ شوی دی. 

دغه راز نیکلاسن ویلي،بدني سزا او ربړونې د نړیوال کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق له مخې منعه دي او افغانستان چې له دې دواړو میثاقونو سره له پخوا یوځای شوی،  اسلامي امارت مسوولیت لري،چې مراعات یې کړي.

نیکلاسن زیاته کړې:« بدني سزا او ربړونه د نړیوال کنوانسېون،مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق له مخې منعه دي او افغانستان له دې دواړو میثاقونو سره له پخوا یو ځای شوی دی،نو ځکه طالب چارواکي د هغو د مراعات کولو مسوولیت لري.»

په ورته مهال د افغانستان لپاره  د ملګرو ملتونو راپورورکوونکي،د بریتانیا شازژدافیر او همداراز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویاندې هم په افغانستان کې د شرعي حدودو پلي کیدو ته غبرګون ښودلی دی.

دوی په عام محضر کې دغه ډول بدني سزاګانې حیرانونکېې بللې دي .

خو د اسلامي امارت بیا دغو نړیوالو سازمانونو او د اشخاصو څرګندونې  د اسلام ‌دین ته بې احترامي بللې او د نړیوالو قوانینو خلاف یې یادې کړي دي.  

د  اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د ا.ا.ا. د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هېوادونو استازو څرګندونې،چې د درو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهين کوونکي بللي، د اسلام مبارک دين  بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت بولي.» 

خو دیني عالمان بیا وايي،په ټولنه کې د اسلامي حدودو تطبیق یوه موخه هم د بشري حقونو خوندیتوب دی او په دې سره ټولنه له هر ډول ګواښونو او بې‌عدالتیو خوندي پاتې کیږي. 

شیخ ا لحدیث مفتي عبدالمنان تره خېل وايي:« بار بار په قران کریم کې الله تعالی په اجراتو د حدودو امر کوي،چې تاسو حد جاري کړئ، که هغه په غله وياو که قاتل باندې حد باید جاري شي،د شرعي حدودو په اجاراتو کې لوی خیر دی، امن دی،کله چې حدود جاري شي نو مسلمانان به امن وي.» 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د اسلامي نظام لپاره د شرعي حد جاري کول یو اصل دی،خو افغانستان د ملګرو ملتونو منشور لاسلیک کړی دی او اوس باید افغان حکومت نړۍ ته قناعت ورکړي،چې شرعي حد تطبیق یوازې د ټولنې د اصلاح لپاره دی.

د سیاسي چارو کارپوه معین څمکنی وايي:« د حد جاري کول دا په اسلامي نظام کې یو اصل دی،خو نړیوال چې کوم غبرګونونه ښیي،هغه نړیوال میثاقونه دي،چې په هغه کې د سیاسي او بشري حقونو مسله ده او  د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو منشور امضاء کړی دی او نړیوالو مو په دې باندې مکلف ګڼي. موږ باید نړۍ ته دا قناعت ورکړو،چې شرعي حدود د یوه هېواد او جامعې د اصلاح لپاره دي، نه داسې،چې په هرچا دې غیرمجاز تطبیق کیږي.» 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د قانون حاکمیت ته درناوی مهم یاد کړی او زیاته کړې،چې اروپايي ټولنې له اسلامي امارت څو ځلې غوښتي، چې اساسي قانون او حقوقي چوکاټ رامنځ ته کړي او د قانوني اجراتو له ترسره کیدو ډاډ ورکړي.

دوه اونۍ وړاندې د اسلامي امارت  مشرتابه له  قاضیانو سره لېدنه کې هغوی ته د هغو قضیو چې شرایط یې پوره دي، پر مجرمینو یې د حدودو او قصاص جاري کولو سپارښتنه وکړه،چې له دغه امر څو ورځې وروسته تېره اونۍ په لوګر ولایت کې پر درې تنه ښځو او نهو نارینه ‌و حدود جاري او په درو ووهل شو.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist