Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: د بې وزله افغانانولاسنیوي لپاره شااوخوا درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: افغانستان کې د خوارځواکۍ شمېر ورځ بلې ته په لوړېدو دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/28

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) افغانستان کې د عامو افغانانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو پر روغتیایي وضعیت اندېښنه ښودلې او له نړیوالو یې دې برخې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

اوچا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،د افغانستان روان بشري او اقتصادي ناورین ته وروستیو طبیعي پېښو، لسیزو جګړو او اقتصادي ضربو لا لمن وهلې ده.

اوچا زیاته کړې:« د افغانستان پر کچه د خوارځواکۍ شمېرې لا هم په لوړه کچه دي. دا وضعیت د تېرو لسیزو جګړو، اقتصادي ضربو او طبیعي پېښو راوروسته ډېر خراب شوی دی. د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره لا ډېرو نړیوالو مالي مرستو ته اړتیا ده.» 

اوچا ویلي، په افغانستان کې سخت ژمی پیل شوی او د توکو بیې هم خورا لوړې شوي دي، چې د خلکو ورځنۍ ژوند یې سخت کړی دی.

دغه راز اوچا ویلي،افغانستان کې ۲۴ اعشاریه ۴ میلیونه خلک د ژمي پر مهال سرپناه، تودو جامو او د کورونو د تودولو لپاره نغدو پیسو ته اړتیا لري.

اوچا زیاتوي:«په افغانستان کې میلیونونه خلک او  په ځانګړې ډول ښځې له داسې سخت وضعیت سره مخ دي،چې د روان اقتصادي ناورین له امله د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی. راروان ژمی به د دې خلکو ژوند لا پسې سخت کړي. د ملګرو ملتونو ادارې او متحدین په دې کار کوي،ترڅو اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او د ښځو د پیاوړتیا لپاره مالي مرستې وکړي.» 

افغانستان کې که څه هم د هوا په سړېدو سره د بېوزله خلکو ژوند ډېر سخت کیږي،خو سږ کال به د دې خلکو شمېر ځکه زیات وي،چې  هېواد کې کاري فرصتونه کم او د خوراکي او سون توکو بیې لوړې دي.

ملګري ملتونه وایي،ډېری افغانې کورنۍ اوس یوازې دوه ټاکنې لري،چې د خپلو ماشومانو خیټې مړې کړې او که خونې ورته تودې کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist