Skip to content
د ملګرو ملتونو کډوالۍ چارو سترې کمیشنرۍ( یو.این.ایچ.سي.ار) له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په افغانستان کې داخلي بې ځایه شوي او هېواد ته بېرته راستانه شوي کډوال له سخت اقتصادي او مالي وضعیت سره مخ دي او دا قشر یې اړ کړی،چې ماشومان له ښوونځیو راوګرځوي، درانه کارونه پرې وکړي او کم عمر کې یې ودونه وکړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې دغې کمیشنرۍ افغانستان کې د آغا خان بنسټ کوچنیو پورونو له بانک سره داسې هوکړه کړې،چې پر بنسټ یې دغو خلکو ته کوچني پورونه ورکول کیږي،تر څو کوچني کاروبارونه پرې پیل کړي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې دا بې ځایه شوي او بېرته راستانه شوي کډوال سخت اغیزمن شوي خلک یاد کړي،چې له دې پورونو سره به پر اقتصادي متحرک قشر بدل شي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د وړو پورونو دغه نوښت د شریعت له مالي اصولو سره په مطابقت کې دی او موخه یې دا ده،چې د کوچنیو سوداګریو ملاتړ وشي، په ځانګړې ډول د هغو چې ښځې یې مشري کوي. د دغه نوښت موخه دا ده،چې بېرته راستانه شوي کډوال او داخلي بې ځایه شوي خلک د بشري مرستو اخېستونکو له وضعیت وباسي او پر اغیزمنو اقتصادي فعالانو یې بدل کړي.»
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،چې دغه پروسه په کابل، ننګرهار، بامیان، هرات او بلخ ولایتونو کې د اوس لپاره پیل شوې او په پام کې ده،چې د پورونو ورکړې دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځیږي.
دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د روان ۲۰۲۲ کال تر پایه په پام کې ده،چې ټولو ۵۰۰ پور اخېستونکو ته ۳۴ میلیونه افغانۍ وویشي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« ټول هغه داخلي بې ځایه شوي او بېرته راستانه شوي کډوال،چې له ۱۸ تر ۶۰ کلونو عمر او افغاني پېژندپاڼې ولري او د خپلې سوداګرۍ لپاره پلان وړاندې کړي،دغه پور ترلاسه کولی شي. لومړیو څلورو افغانانو چې درې ښځې او یو سړی دی د نومبر پر ۱۵ مه دا پورونه ترلاسه کړل،چې بېرته به یې په میاشتنیو قسطونو کې ورکوي.»
یو.این.ایچ.سي.ار په دې خبرپاڼه ویلي، د یادو پنځو ولایتونو په ۷۵ ولسوالیو کې یې څېړنه کړې او دا یې موندلې،چې د اقتصادي فرصتونو او د رسمي مالي خدماتو نه شتون هغه خنډونه دي،چې داخلي بې ځایه شوي او بېرته راستانه شوي کډوال پر ځان بسیاینې ته نه پریږدي.
له دې سره ټاکل شوې ده،چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام هم راتلونکی کال له دې نوښت سره د پنځه میلیونه ډالرو مرسته وکړي.